تازه راپورونه څرګندوي چې د استرالیا د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو څخه به لږترلږه ۲۰۰ پناه غوښتونکي په متحدو ایالاتو کې میشت کړل شي.

د ګارډین ورځپاڼې په حواله ۱۳۰ تنه د استرالیا د نایرو توقیف خونې څخه او ۶۰ تنه به د مانوس څخه د راتلونکي کال د جنوري په لومړیو کې انتقال شي.

که څه هم د استرالیا د کډوالو په توقیف خونو کې تر ټولو ډیر ایرانیان دي، خو د ولسمشر ټرمپ د سفر د بندیز له امله په دغه نوو انتقالیدونکو کسانو کې ایرانیان او همداراز سومالیایان شامل نه دي.

یاد کډوال د هغه تړون له مخې انتقالیږي چې د استرالیا د لومړي وزیر مالکم ټرنبل او د متحدو ایالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شوې وه. په دغه تړون کې متحدو ایالاتو هوکړه کړې چې له استرالیا څخه به ۱۲۵۰ کډوال انتقالوي.

د دغه تړون لومړی پړاو په تیره سپتمبر میاشت کې ترسره شو چې پکې ۵۴ پناه غوښتونکي متحدو ایالاتو ته انتقال شول چې د دغه نوو کډوالو د انتقال په صورت کې به دغه شمیره تر ۲۵۰ لوړه شي.