د ملګرو ملتونو یوه کمیټه وایي که یو سریلانکايي پناه غوښتونکې له استرالیا څخه وویستل شي نو ممکن له شکنجې سره مخ شي

د شکنجې په وړاندې د ملګرو ملتونو نړیوالې کمیټې استرالیایي حکومت ته سپارښتنه کړې چې د (جایرن) په نوم د یو سریلانکایي شخص له تبعیدولو څخه ډډه وکړي، ځکه نوموړی ښایي سریلانکا ته د بیرته لیږلو په صورت کې شکنجه کړل شي.

په جینیوا کې د دغه کمیټې د بشري حقونو لسو خپلواکو کارپوهانو په رسمي ډول له استرالیا څخه غوښتنه کړی چې د (جایرن) د قضیې تر ختمیدو پورې هغه بیرته سریلانکا ته ونه لیږي.

د ګارډین ورځپاڼې په حواله د دیسمبر په شپږمه نیټه د استرالیا د مهاجرت ادارې لخوا (جایرن) ته ویلي شوي وو چې سریلانکا ته د بیرته ستنیدو لپاره دې چمتووالی ونیسي.

سریلانکا کې د نوموړي د نیولو حکم صادر شوې، په دې تور چې ګواکی د پخوانۍ بیلتون غوښتونکې ډلې تامیل پړانګانو سره یې اړیکې درلودي او همداراز د حکومت له نورو مخالفو ترهګرو ډلو سره یې مرسته او همکاري کړې.