د استرالیا لومړی وزیر مالکم ټرنبل وايي که چیرې د مانوس ټاپو کډوالو ته اجازه ورکړي ترڅو استرالیا کې ځای پر ځای شي، نو دا کار به د نورو ناقانونه کډوالو د کشتیو راتګ ته لاره هواره کړي.

کله چې له ټرنبل څخه د نیوزیلینډ د وړاندیز په اړه پوښتنه وشوه چې هغه ولې د مانوس او نایرو ټاپوګانو د ۱۵۰ کډوالو په نیوزیلینډ کې له میشتیدو څخه انکار کړی؟

نوموړي وویل، ”که چیرې د مانوس او نایرو څخه ناقانونه کډوال په استرالیا او یا هم په ګاونډي هیواد نیوزیلینډ کې میشت کړو، نو ویره شته چې قاچاق وړونکي به د نوو کډوالو د کشتیو راتګ بیا پیل کړي. ځکه دا کار هغوی ته یو ډول پلمه ګرځي ترڅو خلک پدې راضي کړي چې په استرالیا او یا نیوزیلینډ کې قبلیږي. “

” او زه نه غواړم چې د دې کار له امله په سمندر کې د کډوالو ډوبیدل یو ځل بیا پيل شي. “

نوموړي زیاته کړه، ”مونږ د کډوالو لپاره د نړۍ ترټولو سخاوتمندانه او بشردوستانه پروګرام لرو. مونږ هر کال کابو شل زره پناه غوښتونکي د نړۍ له هر ګوټ څخه استرالیا ته انتقالوو. “

” مونږ یوه سخاوتمنده او باثباته ملت یو، مونږ باید دا پریکړه وکړو چې کوم کډوال استرالیا ته د راتګ مستحق دي، قاچاق کوونکو ته باید دا اجازه ورنکړو ځکه هغوی د هرې ممکنې لارې څخه استفاده کوي ترڅو استرالیا ته ناقانونه کډوال راوړي. “