بنجاره ماما راغلي
دې راوړي يې څه ډیربیا
سیخکي پېکي ته راکړه
یوې ښکلې رانه غوښتی
بې ځوابه بنجاره بیا
له اواز سره روان شو
ماپرې غږ له شا نه وکړ
که سیخکي درسره نه وی
دلونګو امیل غواړم
بنجاره ماما روان و
زه په منډه ورنژدې شوم
بنجاره راته څه راکړه
دسینګارودښکلا څه
دګودر خواته روان یم
په کوم ښکلي به ورپیښ شم
څه تحفه ورلره غواړم
بنجاره ماما ځواب کړم
ځوانه ! څه درته ووایم
بنجاره له زمانو یم
څوڅو واریمه راغلی
بدرګه داوښکو یوځای
ترګریوانه ورسره وه
دغه کلي داسې نه
زما له غږ سره به پیغلې
په بلی باندې ختلې
په اشارو به يې پوهولم
ګډ تا لان به شوو په توکو
دا پیزوان ، ټیک او لونګ به
ددې ښکلو رنګ بدل کړو
خو! موده ده چې راځمه
هیچا غږ راته ونه کړ
نه بلۍ ته څوک ختلی
نه مې ښکلي دي لیدلي
دغه کلي نظر شوی
دچا سترګو دې خوړلي
زما اواز او دا نارې خو
له عادته راته پاتې
زه اوس ډک خورجین د اوبو تل
هغه وچ چنارته وړمه
نه کوم ښکلي ته پیزوان
نه سینګار ته کوم سامان