د انسان ماغزه

Human Brain

 

 د انسان ماغزه يوداسې جوړښت لري چې د پېچلتيا له مخې يې د كايناتو او نړۍ په نورو جوړښتونو كې مثال نه ليدل کېږي.

 

ايا ماغزه ستړي کېږي؟

ډېر خلك په دې باور دي، چې ماغزه ستړي کېږي خو  هغه ارواپوهان چې په دې اړه يې پراخې څېړنې كړې دي ، دا خبره نه مني او وايي چې په دې برخه كې ماغزه، د انسان د بدن له نورو غړيو څخه بېل توپېر لري.

کله چې موږ فكر كوو  زموږ ماغزه ستړي او په ښه توګه كار نه كوي نو د بدن د نورو غړيو د ستړيا په فكر كې يو، نه د ماغزو. د بېلګې په توګه که زموږ سترګې ستړې شي يا زموږ غاړه او يا د سر كاسه،نوبيا موږ په دې پوه شوو، چې زموږد بدن کوم غړي د ډېر کارکولو په نتيجه کې ستړي او ستومانه شوی دی.

څه موده مخکې د ډاكټرانو يوې ډلې د يوې ځوانې نجلۍ په اړه ځينې ازميښتونه ترسره كړل. ډاکټرانو دا نجلۍ دې ته اړ كړه، چې دد وولسو ګړيو لپاره له ځينو حسابي ارقامو سره سروكار ولري. په پاى كې په تد ريجي توګه نجلۍ د ستړيا احساس پېل كړ او يوې داسې مرحلې ته ورسېده، چې ويې ويل: نور مې دا كار له وسه نه کېږي.

دا حالت د نجلۍ د مغزو د ستړيا له امله نه، بلكې د لوږې او د بدن د غړيو د ستړيا له امله ورپېښ شوى و. لنډه داچې ماغزه هېڅكله نه ستړي کېږي ترهغه چې  بدن او يا  د بدن کوم غړی نه وي ستړی شوی، ځكه خو پوهان وايي چې سالم ماغزه په سالم بدن كې وي.

 

 

ماغزه زموږ د بدن د مشرتابه دنده ترسره كوي

:

ماغزه په حقيقت كې د بدن درهبرۍ دنده په غاړه لري، د ماغزو يوه برخه، د ژوند د تېرو پېښو او خاطرو د ياد ساتلو لپاره ځانګړې شوې ده. د مغزو دا برخه زموږ د ژوند د تېرو پېښو او خاطراتو يوه غوټه ده، دا غوټه د دولس ميليارده ژونكو (حجراتو) لرونكې ده، دغه حجرات د تاركښ (عنكبوت) د تارونو په څېر يو له بل سره اوبدل شوي دي. (د دې حجراتو لكۍ يا اخري برخې داسې اوبدل شوي، چې كله يوه پېښه رامنځته شي، نو دا اوبدل شوي حجرات يا د مغزو غوټه دا ټول معلومات په ځان كې نغاړي).

دا چې څرنګه دا معلومات دغه غوټه په خپل ځان كې نغاړي او ثبت كوي يې ، ځينې پوهان په دې باور دي، چې دغه خاطرې او حادثې زموږ د مغزو په ټولو حجراتو كې ثبتېږي او كله چې كومه شديده ضربه د انسان په سر واردېږي، دغه شخص د ۱۲-۱۵دقيقو پورې هر څه له ياده باسي. دا چې ټول خاطرات او حوادث په مغزو كې ثبت شوي وي، نو له دغې ضربې سره هغه د يو څه وخت لپاره له كاره لوېږي او انسان خپل ياداشت د لږ وخت لپاره له لاسه ورکوي.

داسې فكر ونه كړئ، چې د انسان ماغزه د ژوند ټول خاطرات او حوادث په ځان كې نه شي نغاړلى، چې د يو انسان د ژوند په اوږدو كې واقع کېږي. په زړه پورې خبره دا ده، که هر څومره په زياته اندازه د ژوند حوادث او خاطرات ولرو نو ماغزه كولاى شي هغه ټول وساتي او د اړتيا پر مهال يې زموږ مخې ته كېږدي، ماغزه كولاى شي په ميلياردونو پېښې په ځان كې ونغاړي.