بسم الله الرحمن الرحيم
يادښت
|
|
ارواپوهنه د انساني چال چلند او ذهني عمليو علمي او تحليلي مطالعه ده، چې د څېړنې ساحه يې له يوې ذره بيني عصبي رشتې او يا حجرې څخه پېلېږي او د وګړيو تر پراخو پرګنو پورې غځېږي او پر همدې بنسټ له بيولوژيکي ارواپوهنې څخه نيولې تر ټولنيزې ارواپوهنې پورې بېلا بېلې څانګې لري. د ارواپوهنې په اړه له ډېرو پخوا زمانو څخه په مصر، چين، هند او يونان کې ان د اپلاتون او ارسطو له زمانې څخه بحثونه کېدل، خو هغو بحثونو تر ډېره بريده نظري بڼه لرله. که څه هم په منځنيو پېړيو کې مسلمانو عالمانود ارواپوهنې کلينيک او تجربي اړخ ته پام واړوه او په همدې موخه يې يو اروايي روغتون جوړ کړ، خو ارواپوهنه د لومړي ځل لپاره پر ١٨٧٩ز کال د الماني پوه « ويلهلم وونټ » له خوا په علمي او تجربي توګه مطرح شوه او د (لايپزيګ) پوهنتون په نصاب کې د يوه علمي او تجربي مضمون په توګه شامله شوه، له همدې امله وونټ دارواپوهنې پلار بلل کېږي او کله کله ١٨٧٩ز کال د ارواپوهنې د زېږېدوکال بلل کېږي. وونټ او شاګردانو يې تر زياتې اندازې انساني چال چلند په تحليلي توګه مطالعه کاوه او د ټولنيز چاپېريال اغېزې يې څېړلې. وروسته مشهور اتريشي ارواپوه «زېګموند فرويد» هڅه وکړه چې انساني چلند، په تحت الشعور کې د پټ رواني محرک ځواک تر اغېز لاندې وڅېړي، چې په دې لړ کې يې جنسي غريزې ته زيات ارزښت ورکړ . د ده په اند د انساني چلند تر شا په تحت الشعور کې ان له وړکتوب څخه ډېرې داسې انګېزې پټې دي چې موږ پرې خبر نه يو او هغوی زموږ د شخصيت پر جوړښټ او چلند ژورې اغېزې ښيندي.
په امريکا کې بيا مشهور فيلسوف ويليام جېمز زياتره د ذهني ساحې پر عمليو لکه ادراک، تصور، تفکر، زده کړې، حافظې او نورو ډېر تمرکز وکړ او په دې برخه کې يې ډېر تدريسي کتابونه هم وليکل. په حقيقت کې د پورتنيو دريو عالمانو او يو شمېر نوروپو هانو لکه : ايوان پاولوف، کارل يونګ، جان بي، واټسن، پاول سارتر، سورن کېر کېګارډاو ... دنظرياتو تر اغېزلاندې د ارواپوهنې بېلا بېل مکتبونه رامنځته شول او نن سبا په ارواپوهنه کې د يادوشويو پوهانو له مېتودونونه په ترکېبي بڼه کار اخېستل کېږي.
زه چې د ارواپوهنې ارزښت او اهميت ته ګورم، نو زما په اند ارواپوهنه د ځان پېژندنې، بل پېژندنې او ټولنپوهنې مهمه کېلي ده. اروا پوهنه له موږ سره د يوه سالم او متوازن شخصيت په وده کې ډېره مرسته کوي، د ماشومانو د روزنې لپاره ګټورې لارې راپه ګوته کوي اوددې تر څنګ د ټولنيزو ستونزو اروايي لاملونه راسپړي. ارواپوهنه نه يوازې داروايي ستونزو او ناروغيو له درملنې سره مرسته کوي، بلکې يو زيات شمېر جسمي ناروغۍ هم اروايي جرړې لري، چې د معدې اسېد (ګاستريت) او نيم سری (مېګرېن) يې غوره بېلګې دي،چې دا ټولې ستونزې له رواني فشار (سټرېس) سره ژور تړاو لري.
اروايي ناروغۍ په هغو سيمو او هېوادونو کې ډېرې زياتې دي، چې له جګړو او تاو تريخوالي سره لاس و ګرېوان دي. داسې اروايي ستونزې لکه وېره، غوسه، کرکه، تبعيض، د حقارت عقده، ساديزم، ډيپرېشن او... په جګړه ځپلو هېوادونو کې ډېرې تر سترګو کېږي. افغانستان کې چې دادرې لسيزې جګړې ځپلی او لاهم جګړه په کې روانه ده د ارواپوهنې په اړه ليکنو او اثارو ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.
ارواپوهنې ته په پرمختلليو هېوادونو کې ډېر ارزښت ورکول کېږي او په دې برخه کې زښت ډېر اثار ليکل شوي او يا هم ژباړل شوي دي، خو له بده مرغه په پښتو ژبه کې د پوهنې دغې مهمې څانګې ته ډېره لږه پاملرنه شوې ده .
|
|
له نېکه مرغه، ډاکتر صيب ځلاند دارواپوهنې ارزښت ته په پام سره، يوډېر ګټور کتاب ژباړلی دی. په دې کتاب کې د نورو ګټورو موضوعاتو تر څنګ داسې مسايل مطرح شوي، چې زموږ جګړه ځپلی ولس او ټولنه نېغ په نېغه ورسره لاس و ګرېوان ده، لکه : عصبانيت، روحي فشار، اندېښنه، وسواس، غوسه، پرېشاني، خپګان او نور. په دې کتاب کې ددغو اروايي ستونزو لاملونه او ورسره د درملنې او حل لارې هم په ګوته شوې دي. د کتاب يوه مهمه ځانګړتيا دا ده، چې د ارواپوهنې مغلق مسايل په ډېره روانه او خوږه پښتو ژباړل شوي، نو ځکه له دې اثر څخه د مسلکې استفادې تر څنګ عام لوستونکي هم ښه ګټه اخېستی شي. زه له دې امله ډاکتر صيب ته مبارکي او کورودانی وايم او هيله ترې کوم ، چې د پوهنې په دغه مهمه څانګه کې د خپلو ژباړو لړۍ لاپسې وغځوي او له همدې لارې خپل ولس ته لازيات ګټور خدمتونه ترسره کړي.
زما په اندکه درانه لوستونکي غواړي په خپل ځان کې يو متوازن او سالم شخصيت ته وده ورکړي او يا ددې لپاره چې له نوروخلکو او په ټوليزه توګه له خپلې ټولنې سره له اروايي پلوه ښه مرسته وکړي، نو ددې ګټور کتاب لوستل دې نه هېروي .
په درنښت
ډاکتر خوشال روهي