ارواپوهنه د ژونداړتيا

 

دانسانانو په ژوند كې له فطري اړتياوو څخه تر ټولو مهمه  هغه مينه او دوستي ده. هغه انسانان چې په ژوند كې مينه او دوستان نه لري نو پربېلابېلو اروايي ناروغيواخته كېږي .په دې اړه مشهوراطريشي ارواپوه Alfred Adler (1870-1937), وايي: ټولې اروايي ناروغۍ له ټولنې څخه د ګوښه توب له امله پېداكېږي، څومره چې موږ له ټولنيز ژوند څخه لرې كېږو، هومره به موږ په زياتو اروايي ستونزو اوناروغيو اخته كېږو.

ادلر له ناروغيو څخه د خلاصون لپاره سپارښتنه كوي او زياتوي چې څومره  چې له ټولنې سره خپله خوښي او خپګان شريك كړو او د نورو په خوښيو او خپګان كې پوره ونډه واخلو ،نو هومره به ارامه او سالمه اروا ولرو.

-٥-

 

 درنو لوستونکو ! هغه څه چې تاسو يې په دې كتاب كې لولئ، زما د ژوند د څلورو پرله پسې كلونو د هلوځلو او رڼوشپو پايله ده، ما تر خپلې وسې كوښښ كړى چې ټول هغه مطالب په دې كتاب كې راونغاړم ، چې زموږ د هركړېدلي او دردېدلي افغان اروايي  ژوند يې ور تريخ کړی دی اوهغوی يې د ژوند له خوند او لذت نه بې برخې كړي دي .

هرانسان تر خپلې وسې پړ دى، زه هم خپله پړه منم ،كېداى شي چې په ژباړه كې رانه څه ناڅه تېروتنې شوې وي اوياهم دمنځپانګې په ټاکلو كې څه نيمګړتيا وي، خو  ژمنه كوم چې يوازې  به ددې مطالبو په ژباړه بسنه ونه کړم او کوښښ به وکړم چې د ارواپوهنې او انساني ژوند د سوكالۍ او هوساينې لپار په زړه پورې او ګټور مطالب له نورو ژبو راوژباړم چې له دې لارې مې هم دخپلو هېوادوالو ژوند بسيا كړی وي او هم  مې خپله مورنۍ  ژبه بډايه كړې وي.

د ارواپوهنې ډېر اړخونه دي ؛ ځكه ټولې هغه ستونزې چې له اعصابو سره تړاو لري د ارواپوهنې تر سرليك لاندې راتللى شي، په دې کتاب کې ډېره هڅه شوې چې د انسان د شخصيت په اړه خبرې وشي، افغانانو ددې ترڅنګ چې د کلتور او ژوند په مانوي اومادي برخو كې ډېرې ستونزې ليدلې دي او ډېر كړاوونه يې ګاللي دي او همدا رنګه د تېرو دريو لسيزو جګړو او شخړو په اوږدو كې  د خپلو شخصيتونو د جوړښت او کمښتونو سره مخامخ شوي دي.  لکه څنګه چې زموږ ډېرې ستونزې د شخصيت له نشتوالي سره تړاو لري نو ؛ څرنګه کولاى شو يو ښه او سالم شخصيت وروزو او خپله د داسې کرامت لرونکي شو چې د نورو انسانانو لپاره ګټوراو له مانا ډک ژوند ولرو.  همدا راز په دې کتاب کې کوښښ شوى چې پر هغو ستونزو چې د يو ښه شخصيت  دجوړېدو په مخ کې واقع کېږي خبرې وشي او هغه لارې چارې په ګوته شي چې په خپلولو يې ښه اوسالم شخصيت جوړ کړای شو.

ارواپوهنه لكه د ژوند دډېرونورو اړتياوو په څېر چې انسان ورسره په ورځني ژوندكې مخامخ دى  ، ارزښتناكه ګڼل كېږي، ځكه چې ارواپوهنه د انسان د هغې مهمې ځانګړتيا چې دانسان د ژوند اصلي موخه ده، له سلامتيا اوهوساينې سره تړاو لري. نو له همدې امله د ډېرو نورو پوهنو تر څنګ د ارواپوهنې زده كړه اولږتر لږه په هغې باندې ځان پوهول دانسان په ژوندكې ډېرارزښت لري.

ارواپوهنه په پرمختلليو هېوادونو كې په ډېره پراخه توګه څېړل كېږي او دانساني هوساينې او اوږد ژوند رازهم دارواپوهنې د علم له پرمختګ سره نېغ په نېغه اړيكه لري.

لكه څنګه چې زموږ ګران هېوادوال د تېرو دريو لسيزو په اوږدو كې د بهرنيو ديرغل اوخپل منځي شخړو له امله په وار- وار كړېدلي او ځورېدلي دي او هرافغان ته په کې څه نا څه زيان رسېدلى دی،نو دا هر څه يوازې د ارواپوهنې له لارې جبيره كېداى شي او دا ټپونه له همدې ل لارې كوشير کېدای شي او دوى هم لكه دنورې نړۍ دخلکو په څېر ارام او هوسا ژوند ولري.

درنو لوستونکو :په دې كتاب كې ترډېره هڅه شوې چې هغه مضامين را واخيستل شي چې دكومو لوستنې ته هرافغان اړتيا لري اوپه لوستو يې وكولاى شي له وېرې، اضطراب ، اندېښني، كمزورې حافظې اوداسې نورو ډېرو ستونزو سره مبارزه وکړي اوهمدارنګه  له وژونكيوناروغيونه د ځان د ژغورنې لپاره يوه اسانه اوعملي حل لاره غوره كړي .

هيله ده چې يادې شوې لارې چارې نه يواځې و لولئ ؛ بلكې په خپل ورځني  ژوندكې يې د ژوند د لا ښه والي لپاره عملي هم كړئ.

 

ستاسودسالمې اروا په هيله

پـــــــــه ټولـــــــــــه ميـــــنه!

 

ځـــــــــــــــلانــــــــــد

د۱۳۸۶ د وري دوولسمه نېټه

faizaland_af@yahoo.com