ډاکتر ځلاند

Profile Photo

ځلاند د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالی او د شورکچۍ په کلي کې په کال ۱۹۷۹ داګست دمیاشتي په دیرشمه نیټه دنیا ته سترګې واکړي.ځلاند خپلی لومړني زده کړي اوهم لوړي زده کړي دهجرت په دیارکې په پاکستان کې ترسره کړي، ځلاند د افغان پوهنتون دطب څانګې څخه په کال ۲۰۰۲ کې فارغ شوو، اوبیا دژوند ستغو سپورو د یته مجبورکړو چې خپله دویمه ماستری دالمان په هیواد کې دپالیسی اوستراتیژي په جوړولو کې ترسره کړي ، چې دادي ددي زده کړو دویم کال يې ښه په بریالیتوب سره روان دي. ځلاند لکه څنګه چې مو مخکي وویل ډاکټر دی ، دارنګه ځلاند شاعر هم دی او دشاعري دوه چاپ شوی کتابونه هم لري، دډاکټري په برخه کې چاپ شوي اثر د ارواپوهني ترنامه لاندي دي ،ځلاند لنډي کیسې او طنزونه هم لیکي چې ډیر ژر به يې ان شا الله کتاب د چاپ په ګاڼه وسپولل شي. چې دمګړي له دوي سره ډیر خوښ ژوند تیروي. دځلاند په هکله ډیري خبري کیدایشي له ځلاند څخه خپله واورو ، ځکه هغه یو ډیرښه دوست او ملګري شخص دي نور نو تاسو او دا هم دځلاند ویبلاګ.

جمال غمجن

نظمونه


ليلو!

ـــــــــــــــــــــــــــ فريد احمد تسکين / پکتيا ـــــــــــــــــــــــــ ليلو! زه يو چالاکه،تېر نظيری ژبور خبريال د وخت چارواکي رانه وېره لري پردوی زما د ژبې وم پرېوتی داچې پر دوی باندې مې ستوری قوي ليلو په دې خو ته پوهېږې چې خبريال يو جرتناکه ژبور سړی وي په بې جرتو باندې بر سړی وي

04.01.2013 ډاکتر فیض محمد ځلاند

سپوږمۍ ته / ډاکټر ځلاند

پورته کړه پرده سپوږمیه پورته کړهووایه ریښتیا ریښتیا دې خلکو تهڅومره مو ژوندي خلک ښخ شوي ديوڅپړه رازونه زما دي خلکو ته لوبې تا لیدلې دې په سر زمونږ ډيرو مو ژوندي تر خاورو کړي دي څنګه داسې ګونګه ګونګه ګورې نن تورې ښخې شوې په ځیګر زمونږ نن که دې غږ نه اورم نو څه خبر زه دې په قیامت له ګریوانه نیسم   نورې سپوږمکې دښمن ته لار ښئي تا هم لکه ځان په بیګانه نیسم بورې میندې ژاړي خپل زامن غواړي

19.10.2009 ډاکتر فیض محمد ځلاند

بنجاره / ډاکټر ځلاند

بنجاره ماما راغلي دې راوړي يې څه ډیربیا سیخکي پېکي ته راکړه یوې ښکلې رانه غوښتی بې ځوابه بنجاره بیا له اواز سره روان شو

05.09.2009 ډاکتر فیض محمد ځلاند

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more