ـــــــــــــــــــــــــــ فريد احمد تسکين / پکتيا ـــــــــــــــــــــــــ
ليلو!
زه يو چالاکه،تېر نظيری ژبور خبريال
د وخت چارواکي رانه وېره لري
پردوی زما د ژبې وم پرېوتی
داچې پر دوی باندې مې ستوری قوي
ليلو په دې خو ته پوهېږې
چې خبريال يو جرتناکه ژبور سړی وي
په بې جرتو باندې بر سړی وي
خو ليلو
تاسره چې مخامخ شم
د جرت ستوری دې پرما قوي شي
خولې ته مې کلپ پريوځي
لیلوګونګی شمه هېڅ نه وايمه
ليلودا کوم کمال دی
چې دې ترمخه بې جرته شمه؟
چې دې ترمخه بې جرته شمه؟
۱۳۹۱/۱۰/۱۰
کابل ـ پوهنې وزارت
26.07.2012
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
بس یو تا ته لیوني دی دا سړي
کنه ډیرو کي سړی دی دا سړی
مینه ، مینه سمندر ساتي په زړه
تش ګودر کې ډک منګی دی دا سړي
زه کاروان کاروان اوښکې ورلیږمه
په دریاب کې پت غمی دی دا سړي
پدې ښار کې بس ستا د پاره سوځی
ستا نظر ته سپیلنی دی دا سړي
د وطن مینه په زړه لري ځلانده
زما سترګي دی، زړګی دی دا سړی...
21.03.2013
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
ارواپوهنه
ارواپوهنه په علمي توګه د انسانې سلوک په هکله د زده کړې او احساساتو مطالعې ته ویل کیږي. اروا پوهنه د علومو یوه منظمه څانګه ده چې په ساینسي توګه د مغزو د کردار او فعالیتونو مطالعه په کې ترسره کیږي. د دي تر څنګ په ارواپوهنه کې د ژوند ورځنۍ لارې چارې، چې په انفرادې او یا ټولنیزه توکه د ستونزو د حل او د ماغزو پورې اړونده ناروغیو په تداوي کې ترې کار اخیستل کېږي تر بحث لاندي نیسي.
اروا پوهنه له بیولوژي او نورو...