بس یو تا ته لیوني دی دا سړي
کنه ډیرو کي سړی دی دا سړی
مینه ، مینه سمندر ساتي په زړه
تش ګودر کې ډک منګی دی دا سړي
زه کاروان کاروان اوښکې ورلیږمه
په دریاب کې پت غمی دی دا سړي
پدې ښار کې بس ستا د پاره سوځی
ستا نظر ته سپیلنی دی دا سړي
د وطن مینه په زړه لري ځلانده
زما سترګي دی، زړګی دی دا سړی
26.07.2012
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
...
04.01.2013
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
ـــــــــــــــــــــــــــ فريد احمد تسکين / پکتيا ـــــــــــــــــــــــــ ليلو! زه يو چالاکه،تېر نظيری ژبور خبريال د وخت چارواکي رانه وېره لري پردوی زما د ژبې وم پرېوتی داچې پر دوی باندې مې ستوری قوي ليلو په دې خو ته پوهېږې چې خبريال يو جرتناکه ژبور سړی وي په بې جرتو باندې بر سړی وي...