ګلـــونــــه
تا چې د خال په ځای کیښــــول ګلونــــه
ګلونو هــــم نـــن ښکلــــــول ګلـــونــــه
ته چې خبرې کړې ګـــــلونه شیــــندې
چاپیر له تـــا نه ټــــــوکیـــدل ګلــونـه
د اتڼ لمـــن غونـــدې بـــورا تا ویـــده
دسترګو له کونجه يې کـــــتل ګلونـــه
ائینې له شرمه سترګې ښکته کړلــــي
اشنا چې زلفو کې ټومبل ګلــــــونــــه
جانان پرون د ګلاب خوا ته ناســــت و
چا ویل جانان دی چـــا ویــل ګلــونــه
پرون مې یار ولـید بې هـوښه شـومـه
اول جانان بیــا ښــکاریــدل ګلــونـــه
ښکاري وشتل د ښکار په غشو کــــوي
جانان په ښکار کې هم ویشـتل ګلـونــه
راځـــي فصـــلونه ورته بــل مخــې کــړو
غمـــــاز پـــرون زمـــونږ ریبـــل ګلونـــه
پوه شوم هیواد مو نور جوړیږی خدایــه
کلـــي په کلـــي يـــــې کــــــرل ګلـونـه
ځلانده څه ووایم ټـــول مې خــــوښ دي
ګل د شــرشــم که دسنـــبل ګلـــــــونه