غزل
هسې خو څاڅي ترې مستي او دی خندان تصویر
زما د ژوند کیسه د درد او د خپګان تصویر
دې اېینې زما له سترګو انعکاس کړی دی
یو په کې زه ښکارم او بل مې د جانان تصویر
چې رانه تت نه شي ملګرو بې اودسه نه شي
په پښتنو اوبو وینځمه د وجدان تصویر
مینه کې (خو) نه وي ګلابه مینه مینه وي بس
د زړه نه لرې کړه د شک او د ګومان تصویر
په کې د کومې ملالۍ د اننګو سورخي ده
خړو اوبو کې روڼ ځلیږي دا روان تصویر
تر دغه ځایه پورې راغلم د لمبو مینځ کې
خو ټولیدو ته مې ور نه کړ د ارمان تصویر
د بیلتانه ترخې شیبې او تړمې تړمې اوښکې
په زړه مې جوړ دی د بريښنا او د باران تصویر
مخلصه مینه مې مذهب دی او د ژوند ذریعه
خدای خو دې جوړ نه کړي زما د ژوندون وران تصویر