د جنت په تصورکې جابرمخلص
ستا د خوا نه لرې لاړم
د دنیا نه لرې لاړم
دخپل ځان نه لرې لاړم
د جهان نه لرې لاړم
د ادې غېږه مې پرېښوه
د بابا نه لرې لاړم
خپل پردي مې واړه پرېښول
د هر چا نه لرې لاړم
د سپېڅلې ګټې خواته
د تاوان نه لرې لاړم
ستا د ناز سپرلی مې هېر کړ
ستا ادا نه لرې لاړم
د یو روڼ سباوون خواته
د بېغمه ژوندون خواته
د قرار او سکون خواته
د پیادؤو د شپون خواته
خوشحالي وه غم مې هېر کړ
کلی، کور او چم مې هېر کړ
خپل ماضي مې شا ته پرېښود
پرې مې څه ښود سم مې هېر کړ
ستا سیتم مې له زړه ووېست
او د سترګو نم مې هېر کړ
خو چې ځان ته مې لږ پام شو
دې جهان ته مې لږ پام شو
ډېر وم شاته پاتې شوی
ویر ژړا ته پاتې شوی
ځواني تېره وه وخت تېر و
ژوندون تریخ لکه ګنډېر و
په اور سوی وم تک تور وم
پړ مخ خاورو کې نسکور وم
وم نری لکه د سیم زه
او کوږ شوی لکه جیم زه
پاتې شوی نه نیم زه
وم ذره ذره تقسیم زه
د خپل ځان نه او له تا نه
له ادې او له بابا نه
لنډه دا چې اې جانانه
د هر څه نه د هر چا نه
پاتې شوی وم یتیم زه
نری شوی لکه سیم زه
او کوږ شوی لکه جیم زه.