الوت خومې زړه غواړي خو وزرې شي له کومه

دسترګوجنګ خوندکړي دمینې زغرې شي له کومه

د قام  هر یو شاعر خومې  د  ژبې  اویزان دی

ټپې راوړم له کومه اوسندرې شي له کومه

زما د وطن غرونوکې نن سره اورونه بل دي

مماڼې شي له کومه او ګُرګُرې شي له کومه

ګلشن خزان ځپلۍ او بلبل زخمي زخمي دی

د ګل او د بلبل دعشق خبرې شي له کومه