آرمان
دانن سباکې خدایه څومره خلک
دڅومره خلکوپه آرمان باندې سوراورپورې کړي
دڅومره خلکودخوبونوتعبیرونه لوټ کړي
څومره مېین دیواوبله په وحشت جداکړي
څنګه دهرمېین دزړه آرمان په زړه پاتې شي
دوی ته دبل آرمان لوټل یومشغله ده اوبس
دبل آرمان لوټل ګناه ده یوعظیمه ګناه
دبل آرمان لوټل دداسې یوعمل مثال دی
لکه یوڅوک دمورپه غیږکې یووړوکی ماشوم
یونازولی یوتنکی یوغوړیدلی ماشوم
په بې دردﺉ په خنجر ووهي راویې پرزوي
دپرهرسرووینوسره سره دښکلې خولې نه
سپینې شُدې په وینوسرې په ګریوان تویې شي
خودبه دمورزړه یاسورﺉ اویابه پړک چاؤدیږي.