نظم...دراواښاداجمل خټک په یادکې
ستادمرګ خبرخوسم قیامت ؤ اجمل خان بابا
ټوله پښتونخوه کې په هرچاباندې ماتم جوړشو
ستاسترګې چې پټې ظالم مرګ د دې دنیانه کړې
چاچې پيژندې نودهغه په زړه تورتم جوړشو
تاباندې چې تیردي په جداجداجیلونوکې
زه د هغو ټولو تکلیفونونه خبر یمه
تابه څه لیدل چې په خواږوخواږوخوبونوکې
زه دې ارزوګانو آرمانونونه خبریمه
ستاد(غیرت چغه) خوپه خدای دهیریدو نه ده
هم دې د(ګلونوتکلونو) نه خبریمه
ډيرې حادثې دې دخپل قام په غیرت ولیدې
یودې وړوآرمان زړه کې پښتون قام لابیدارنه دی
لاخواخترونه اوسپرلي په ویرژړا نمانځُو
لادکونډې غیږه کې تنکۍ ماشوم قرارنه دی
ته چې پرې نازوکړې اوتاریخ ورباندې وویاړي
دغوپښتنوتراوسه کړی داسې کارنه دی
ته وې د وطن دشهیدانووینه ګرمه وې
خو!څوک وو چې داستاسوی فریادیې اوریدلۍ وی
کاشکې چې داستادمرګ خبرنه زه خبرنه وای
زه دې خدای مړکړی وای دنیانه دې زه تللۍ وای
ځه بیاهم مرګ حق دی د مرګي نه خوخلاصون نشته
ما خو چې یو ځلي د نږدې نه لږ لیدلۍ وای
ماخوداغوښتل چې یووارستاپه خواکې کینمه
ماخوداغوښتل چې یوځل ستالاسونه ښکُل کړمه
عمردې هم ډیر ؤ خودمرګ سړی خونه وې ته
خدای دې جنتي کړه اوس به تاته دعاتل کړمه
ټول پښتون قام ویاړکوي په تااوستاپه کړوباندې
خوب کې یوځل راشه باباغم دې سم پاګل کړمه.