په خيالونو كې نغمې
نعيم خان طورى او ذبيح شفق
دکتاب نوم : په خيالونو کې نغمې
راټولوونکي : نعيم خان طورى او ذبيح شفق
خپرندوى : دانش خپرندويه ټولنه
شمېر :1000 ټوکه
چاپ وار : دويم
چاپ کال : ۲۰۰9 م / ۱۳۸8 ل
كمپوز : ذبيح شفق
د خپرندويې ټولنې يادښت
په خیالونو کې نغمې د هغې شعري ټولگې ښکلې نوم دی چې د پښتو د شعر له گلبـَـڼ څخه د خوږ ژبي سندرغاړي ښاغلي نعیم خان طوري په هڅه او زیار په 126پاڼو کې څانگه څانگه را ټول او د دانش خپرندویې ټولنې له خوا د گلونو د یوې گیډۍ په توگه د ۲۰۰۹ ز کال دسمبر په میاشت کې د خپریدا په درشل کې ده.
ددغې ټولگې منځپانگه د پښتو شاعرانو غوره شعرونه دي چې ښاغلي طوري په خپله خوښه را ټول او هغو ته یې د خیالونو د نغمو په هینداره کې یوه نوې بڼه ورکړې ده. دلته موږ د هغو نوموتیو شاعرانو شعرونه وینو چې نومونه یې د پښتو د شعر د گلبڼ د کاڼي کرښې پرمخ تلپاتي شوي دي. دلته موږ د پښتو د شعر له غرونو سره هم مخامخ کېږو. موږ له ستر احمدشاه بابا(ع) ، خوشال خان خټک بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا او حمید بابا نیولې تر غني بابا پورې له ښاغلو عبدالباري جهاني ، الحاج پیرمحمد کاروان ، رحمت شاه ساېـل،خاطر اپریدي، قلندر مومند ، درویش دراني ، اکرام الله گران ، همایون همدرد ، ډاکټراسرار ، عبدالقادرخټک ، اکبر سیال، مصطفی سالک ، زینب سالک ، ساحر اپریدي ، اباسین یوسفزي ، علي خان بابا ، اجمل خټک ، سلیم بنگش، زرنوش شهاب ، اسرار اتل ، گل پاچا الفت ، شررساپي ، اکمل لیوني ، غونچې پښتنې ، بابرزي ،
طاهر فرهاد ، لعل پاچا آزمون ، حکمت الله سروش ،
امجد شهزاد، اجمل اند ، رحمت الله درد ، دلاور پردیس ، سمیع الله پیوند، عبدالرحیم روغاني ، عمر دراز مروت ، عطاالله جان ،سیف الرحمن سلیم ، ډاکترې سلما شاهین ، اسیر منگل ، زبیر حسرت ، نور البشر نوید ، حسینه گل او نورو نوموتیو شاعرانو سره مخامخ کېږو. په دې بڼ کې د شعرد هنري ارمان او ټولنیز ارمان هغه ځلاندې بیلگې وینو چې د مرغلرو د پییل شوي امیل په توگه د خیالونو د نغمو په غاړه کې خپلې ځلاندې پلوشې خپروي. دغه ټولگه د پښتو ژب اندیز او ژب ښکلا ییز رغښت ، وده او پیاوړتیا نندارې ته وړاندې کوي. ښاغلي نعیم خان طوري د خیالونو په نغمو کې د پښتني ټولنې د زړونو د بړاس هغه کړیکې راټولې کړي چې ازانگې یې له آمو تر اباسینده خپرې دي. چا ته به کابل خوږ وي او چا ته پېښور، خو ډیریو ته دواړه ډیرگران دي او ځینو خو دوې سترگې بللي دي. داسې بریښي چې ښاغلي طوري د خیالونو د نغمو نوم هسې د یوه شاعرانه پسولنیز انځور په توگه ناڅاپه نه دی غوره کړی بلکه د شعر له دغې ټولگې څخه یې ښکاري چې دده په ارماني زړه کې کومه خوږمنه کړیکه په بریښیدو ده چې د نورو شاعرانو د هیلو له ځولیو سره یې یو ځای په دغه ټولگه کې ور بدرگه کړې ده.
د دغې ټولگې بل ښایست د هغې لیکنیزه بڼه ده چې لوستونکی یې په خورا آسانۍ لوستلای شي.
د خیالونو په نغمو کې موږ د شاعرانو له شاعرانه واک او وس سره مخامخ کیږو ، ښايي دغه ټولگه د را ټولوونکي د ځانـتـني ښکلاییز څوب (ذوق) ښکاروندیه وي چې د شاعرانو لید توکې یې په یوې پاڼې کې راغبرگې کړي دي. د بیلگې په توگه که له عبدالباري جهاني څخه مستي او هستي دواړه پردۍ شوي دي او ده ته د پردیو په انگړ کې اختر نه شته خو خیبر اپریدي ته مماڼې لا تر اوسه ځکه گرانې دي چې لا پخوا یې د چا پر مخ شین خال لیدلی وو. دلته ده چې موږ د ټولنیز ارمان او هنري ارمان له بیلابیلو پیامونو او بیلگو سره مخامخ کیږو . که اباسین یوسفزی خپل بې سره سر چاته نه ټیټوي نو سلمی شاهین په یوه ساعت کې هم ورته خاندي او هم ورته ژاړي. که درویش درانی له سپینو لیچو کوکارې وهي او پوهیږي چې په سپینو لیچو کې به سره بنگړي آخرخپله ځلا بایلي خو په همدغه پاڼه کې عیدگل ساېل ورڅخه پوښتې لا تراوسه دې زړه په چا بایللی دی کنه. په پیاوړي گومان ویلای شم چې ښاغلي نعیم خان طوري له هماغه پیله دا موخه نه درلوده چې یو بل ته ورته شعري پیامونه او ورسره بدرگه شعري انځوریزې پسولنې د یو بل ترڅنگ په یوه پاڼه کې یا د پوښتنې او ځواب په بڼه اویا په پرتله ییز ډول را ټولې کړي په بله وینا د ټولنیز ارمان لرونکي شعرونه یوې خوا ته او د یار ، وصال او آشنا شعرونه بلې خواته په بیلا بیلو څپرکیو کې. که دا کار شوای وای نو د خیالونو نغمو به یوه بله بې سارې بڼه موندلې وای. خوښاغلي طوري دلته غوښتي چې د هنري ارمان او د ټولنیز ارمان پیغام په یوه پاڼه کې غبرگ نندارې ته وړاندې کړي او ښودلې یې ده چې کوم شاعر هنري ارمان ته پالیاله دی او کوم ټولنیز ارمان ته او کوم دواړو ته.
دا ټولګه په لومړي ځل پر 2007م کال خپره شوې وه، چې د مينه والو له تود هرکلي سره مخ شوه او د دويم پلا چاپ اړتيا يې وليدل شوه.
په دويم چاپ کې زموږ کشر ذبيح الله شفق د نعيم طوري په پخوانيو شعرونو سربېره څه نور شعرونه هم ورزيات کړل او د ټولګې حجم او محتوا يې له پخوا څخه درنه کړه. هيله ده لوستونکيو ته به په زړه پورې وي.
موږ دا ځل هم د تېر ځل په څېر د خپل خپرنيز بهير د ځينو کتابونو _ په ځانګړې توګه په تېر 1 کال کې_ د چاپ شويو آثارو ټايټلونه د مينه والو د خبرولو په پار هم چاپ کړي دي، هيله ده چې خاطر به مو نه درنوي.
د ښاغلي طوري او ذبيح شفق دغه نوښت ته په ښه راغلاست ویلو د هغوى د نویو نوښتونو په هیله یو. دغه نوښتونه په خپل وار د پښتو د ژبې په رغښت او ودې کې پیاوړې ونډه لوبولای شي او هیله من یم ددغو نوښتونو لړۍ لا نوره پسې پراخه شي. بشپړ ډاډ لرم چې لوستونکي به د خیالونو د نغمو د بوډۍ تر ټال لاندې د پښتني ادب د بڼ د هغو سیلیو ورښ له ورایه احساس کړي لکه چې څپې یې زما پر مخ ولگیدلې.
هڅه او پښتني مټې مو غښتلې اوهوډ مولا پیاوړی غواړو.
په پښتني مینې
دانش خپرندويه ټولنه
دسمبر 2009
له دانش خپرندويه ټولني نه په مننه.