راځه دهجرګرد راله مَرﺉ خفه کوي
زړګی مې ببرسردتورسرﺉ خفه کوي
زماپه شان ژوندون غواړي له جنګ نه کوي کرکه
زماپښتون جانان ماپه نرﺉ خفه کوي
له یوخوادکابل ملالی سرې اوښکې دغمه
اوبل مې خُوږزړګی دپيښورﺉ خفه کوي
داڅه مې په وطن کې ویرژړاده واویلاده
اوڅه مې غوڅ احساس دشاعرﺉ خفه کوي
دزورخومې تراوسه تصورهم نه دی کړی
خوڅه وکړم جانان مې په زارﺉ خفه کوي
حالات مې نیازبین ساتي کینوي مې د بل درکې
ماهرساعت دلاس په مزدورﺉ خفه کوي
دخپل قام هرد ستورته درناوﺉ لرم مخلصه
خوډيرمې پخپل منځ کې تربورﺉ خفه کوي.