هرڅه په تخت نه هرڅه په بخت کوم      

زه یې د پښتون قام  په ارزښت کوم        

وایم  چې پښتون  یمه خوڅومره یم؟       

نن په  ځان یو ښکلی ازمِيَښت  کوم       

ما ته د نیکونونه را پاتې ده                 

ځم  په  زَړه لارنوی خوځښت کوم       

داشاړې مېرې به ګلدرې کړي خدای    

ګوره  لر و برد ګلو کښت  کوم           

څوک وایي چې زوردوخت دوران    

اوس به داهرڅه سره دوخت کوم       

قام دپښتون ورځ په ورځ ځلاکوي    

دازیرﺉ مخلصه په زرلښت کوم.