پښتواوپښتون

دپښتواوپښتون په حقله خوډيرې خبرې دي که ټولې خبرې سړی راوسپړي نویوخودوخت پته نه لګیږي چې څومره وخت به پرې ولګیږي اوبل دکتابونوپته نه لګیږي چې څومره کتابونه به ترې ډک شي؟خوپه لنډه توګه به یې یوڅوخبرې رواخلُوهغه داچې(پښتواوپښتون څومره پیوست سره لري؟څومره یوبل ته اړین دي اوڅومره دیوبل په شتون کې ونډه لري؟)ددي سوالونوځوابونه خودهرچاسره بیل بیل دي هرڅوک دخپل نظرخاونددی ډيرکم خلک به وي چې دبل چاسره به موافق وي نوداسې داهم زماخپل نظردی چې پښتواوپښتون دواړه داسې دي لکه:-(انسان اوروح)مطلب داچې که په کوم انسان کې روح نه وي هغه ته ژوندی انسان نه شُوویلی اوچې انسان نه وي نوهلته په هیڅ صورت دانسان روح شتون نلري،نوداسې که پښتونه وي نوپښتون ورک دی اوچې پښتون نه وي پښتوورکیږي مطلب داچې که په دواړوکې یوشتون ونلري نوبل پخپله دورکیدوجوګه کیږي.په پښتوکې متل دی چې(مړاوګرم نه سره مساوي کیږي)خودلته دي متل ته هیڅ جوازنشته چې دپښتواوپښتون ترمنځ خدای مکړه داسې مرحله راشي اودامتل دلیل تاکیدورکړي.نودپښتواوپښتون ترمنځ خدای مکړه که داسې حادثه وشوه مطلب داچې که پښتوورکه شوه اوکه پښتون ورک شونوددي ټول مسؤلیت به دپښتون پرغاړه ځکه چې پښتودپښتون دسرتاج دی اوپښتودپښتون پیژندګلوي ده اوپښتون ترهغې دپښتوپیژندګلوی نه شي کیدﺉ چې ترڅوزماددي شعرپه څيرنوروشعرونوته ضرورت وي.

شعر:-تش په ویلودپښتوبه پښتون نه شې

هرکرداردپښتوډک کړه چې پښتون شې

داسې هره ژبه دخپل قام پيژندګلو وي چې دهرقام ژبه له منځه لاړه شي هغه قام پخپله ورسره له منځه لاړشي اونورتاسوخپله ګورﺉ چې پښتواوپښتون نن په کوم حال دي؟دڅه نه ډډه کول پکاردي اوڅه ته مخه کول پکاردي؟

نوراځی چې ددي مسؤلیت نه ځانونه بچ کړُو اودورورﺉ لاسونه سره ورکړُوچې داپښتواوپښتون دواړه داېم اوقاېم وساتُو.

په همدي هیله

30.11.1388