داسې   زه  هغه  او ما  هغۀ  ګوري

څه رنګه چې سترګې خپل لیمۀ ګوري

یو   چغې   وهي  چې مرم د لوَږې نه

بل   یې  سر نه  لاندې  پَراټۀ ګوري

دغه    میړني    او  عاقلان   خلک

هیڅکله د چا خُوږ زړه  ته نۀ ګوري

بیابۀنن په سروسروباندې ژاړم زۀ

بیا راته آشنا خواږۀ خواږۀ ګوري

دا ښه ده چې سترګې غړوي راته

خیردی خلقه بدګوري که ښۀ ګوري

دی غواړي چې وګنډي پرهردزړه

ګرځي  تورې  زلفې  او باڼۀ ګوري

خدای مکړه چې زړه په سترګوستامخلص

بې   لتا  نه  بل  ښکلي   ته وګوري