شيبه په شيبه ګړۍ كتل مرګ راولي                                    

                                                                                                                  

ګړۍ تړل او بيا په څلونوځلو وخت كتل د ناروغيو لامل ګرځي. د امريكا د يوې ساينسي خپرونې د خپاره شوي مضمون پر بنسټ د وخت د پابندۍ له امله انسان ته عصبي او اروايي ناروغۍ پيداكيږي او دغه ناروغۍ په خپل وروستي پړاو كې د زړه او دماغو پر كنګلتياتماميږي. خپرونه وايي، ګړۍ تړلې مه پرېږدئ، كله كله يې له لاس نه و باسئ،تاسې به د ګړۍ د نشتوالي پر مهال و انګيرئ،چې له ګړۍ پرته هم د وخت پابند ياست. رنځپوهان وايي، كله هم چاته د ملاقات پرمهال پوره وخت مه ښيئ، ورته واياست د شپږو بجو په شاوخوا كې راځو. په لږ وخت كې د ډېر كار له امله هم اعصاب تر اغيز لاندې راځي، كه غواړئ ډېر كار وكړئ تر ټاكلي وخت مخكې لاړ شئ، چې په ارامه كار وكړئ. كه چېرې مو له چاسره په ټاكلي وخت ژمنه اېښي وي او ناوخته شوئ، اندېښمن مه اوسئ، ځكه هغه پوهيږي، چې ترافيكي ستونزې زياتې او لارې بندې دي.