خدای دې مانه هیرکړو اوکه زه دې خدای نه هیرکړمه
وخته دادې کومو پړاوونونه راتیر کړمه
ته چې د دیدن نه راته اووایې چې بس دی اوس
زه دې د احسان اظهارکوم ځکه یې ډېرکړمه
مابه دجانان دومره غمونه غلطول په څه؟
خدایه شکرڅنګه ښکلي وخت کې دې شاعرکړمه
یاره یوپښتون یم بل ادیب د پښتون قام یمه
دا د بې ننګۍ زهربه څنګه حلق نه تیرکړمه
اوس مې ومنله چې مې لاس اوپښې بې دمه شول
اوس مخلصه پوی شوم چې یې زلفوکې راګیرکړمه.
11.04.2010
- جابراحمدمخلص
الوت خومې زړه غواړي خو وزرې شي له کومه
دسترګوجنګ خوندکړي دمینې زغرې شي له کومه
د قام هر یو شاعر خومې د ژبې اویزان دی
ټپې راوړم له کومه اوسندرې شي له کومه...
08.05.2010
- جابراحمدمخلص
سوغات................لنډه کیسه...........جابراحمدمخلص
نن عامرډيرزیات خوشاله ؤه چې په چوکۍ کې به کیناستونوزړه به یې دخوشالۍ نه په ټوپونوشوځکه چې په لومړي ځل یې د وظیفې آرمان پوره شوی ؤه، نوی نوی فارغ شوی ؤه که څه هم چې هره شپه به یې دلوړوزده کړوخوبونه لیدل خودایې هم خوشبختي ګڼله چې په یوه خیریه مؤسسه کې په کارګمارل شوی ؤه ځکه چې د اقتصاد وضعت یې ډیر کمزورې ؤه او دم...