ناست  یم د  ستا په  انتظار ژړیږم

تل  دې  څارم  د راتلو لار ژړیږم

راشه  تپوس  مې  وکړه  کبرمه کړه

رغیږم  نه  په  زړه  بیمار ژړیږم

هجران  دې  وویستم  د ژوندنه آشنا

نه  مې  خنده  شته  نه قرارژړیږم

چې  دې  ترڅو دیدن  ونکړم آشنا

زه  به  تر هغې په  باربار ژړیږم

چې  د خزان  نوم  واورم تاوګورم

لکه    بلبل   کوم   چغار  ژړیږم

په بې دردی دي خلقووران کړوراته

زه  د  ګودر په  سر چینار  ژړیږم

په دې کې نه یم چې مې سوال نه منې

ستا د رقیب  په  خوله انکار  ژړیږم

مخلصه زه هم ستاپه شان شپه اوورځ

چې رانه بیل دې شیرین یارژړیږم