چې نن دي داسې خواروزارپښتانه
خرڅیږي نن په هربازارپښتانه
جانانه دلته محبت نه کیږي
خیژَوي دوه مېین په دارپښتانه
دابدبختي که امتحان دې دخدی
دوخت په کاڼوشول سنګسارپښتانه
دغه دنیاپه پښتنوښکلې ده
مدام دې وي ګل وګلزارپښتانه
نه یې ګناه نه یې قصورمعلوم دی
هسې سوزیږي په انګارپښتانه
چې یې دتُورې شرنګ نړی کې خوردی
آننګیالي اوشملَدارپښتانه
لکه د وچوګلوورژیدل
بندشول په هره یوه لارپښتانه
هسې خطاشول په کچه لوظونو
شول درپه در په انتظارپښتانه
چې به وومست دزنده بادپه نرو
تلل سنګرونوته قطارپښتانه
دپښتونخواه یې آزادي ده علاج
که واړه دي په زړوبیمارپښتانه
دننګ خوشبویې له وجوده خیژي
پخپلووینودي سینګارپښتانه
لکه ویشتلي مرغی کړي ویرونه
مخلصه خدای دې کړي قرارپښتانه