ژباړن:-مخلص
ستافیصله درسته ده
داکیسه زمادیوې ملګرې شهزادی ده.شهزادی په کراچی کې په یوه شخصي اداره کې کارکوي.دهغې خبرې تاسواورَوم.
دنن نه درې کاله مخکې مادهغې په دفترکې کارشروع کړی و،هغه ډيره خنده رویه اوصافه ښځه وه خود هغې کمزوري داده چې بغیردتحقیق نه دیوچاخبروکې راځي.ماته اوس هم یاددي چې په شروع کې نږدې خلقوزماخلاف شکایتونه ورته کړې وواوهغه هم دهغوی خبروکې راغلې وه.خوچې کله هغه داصل نه خبره شوه نوپوهه شوه ځکه چې هغه په طبعیت کې خندااورنګینه وه اوهغه ډيره ذهینه دې.دهغې دخپل کورسره ډيره مینه ده.زه کله کله سوچ کوم چې که هغه دپلټنې په دفترکې مقرره شوې وی نوډيرغټ نوم به یې پیداکړی و اویاپه تجارتي کاربوخته وی نونن به ډيره غټه تجارتي ښځه وه.
په کورکې اوپه دفترکې زمادهغې سره ډيرې ناستې شوې دي،زه دهغې دکورحالات نه هم یوڅه خبریم.هغه کله کله دخپلې کورنی خبرې هم ماسره شریکوي.
هغې به ماته ورورویل اومابه همیشه دامحسوس کوله چې ددې په زړه کې یوطوفان پټ دی کوم چې دکالونوراهیسې خاموش پاتې دی.هغې هیڅکله چاته خفګان نه دی رسوَلی اونه هغه چاته خفګان رسوَلی شي.دهغې یوه خوږه شان لورده دهغې سره چې دا د حدنه زیاته مینه کوي اودهغې لوردپاره هغه اکثر ددفترجلسې اواداري کارونه پریږدي.هغې دځان سره وعده کړیوه چې هغه دخپل کوردخوشالیودپاره هرې قربانی ته تیاره ده اوهغه به هیچاته خفګان نه رسوي بلکه دنوروپه خفګان کې شاملیدل خپل فرض ګڼي.یوورځ تیزباران وریدوزه په دفترکې ناست وم چې زمادمدیرې زنګ راغی هغې راته وویل چې وروره زماکورته راشه چې زه ضروري کاردرسره لرم،زه بهرددفترنه ووتم اونیغ دمدیرې کورته لاړشم.دمدیرې خاونددروازه خلاصه کړه ماورته وویل چې مدیرې صاحبې زه غوښتی وم نوخاوندیې وویل ماته پته ده ضروري کاریې درسره دی راځه دننه راشه.زه په کمره کې کیناستم لږوخت ورسته مدیره صاحبه هم راغله دروغبړنه ورسته خاموش کیناستو.لکه څنګه چې خبرې ماپیل کړې.هغه ډيره خفه وه سترګې یې سرې وې لکه چې دڅوورځونه یې خوب نه وي کړی.هغې خپله خاموشي پټوله په خپل ذهن یې بوج چَولی و.وروغوندې یې دخپل خاوندپه لوراشاره وکړه اوویې ویل وروره زه دده واده کوم ته به ماسره ځې موټربه ته راسره چلوې.
ماهم دڅه سوال کولونه بغیرانکاروکړوچې زه تاسوسره نشم تلی ځکه چې زه بعدله وخته وظیفه لرم اوهغې ته ځم.نوویې ویل چې کله ته وظیفې ته ځې ترهغه وخته به مونږواپسي هم کړې وي،مادوباره انکاروکړواوورته ومې ویل چې تاسودکوم رشته دارسره لاړشی خوهغې ټینګاروکړ چې وروره ته ماکله هم پردی نه یې ګڼلی همیشه مې درته ورورویلې دي ته به ضرورماسره ځې.زه خاموش پاتې شوم خوزماپه ذهن کې ډيرسوالونه راټوکیدل اوټول سوالونه مې پخپله خاموشی کې ورک کړل.زه واپس ددفترپه ځای کورته لاړم هغه دوباره دواده په تیاریومصروفه وه دنوې ناوې دپاره یې ځای مای جوړولواونوردضرورت وړسامان لیست یې جوړولودناوې دپاره دکمرې ښکلې کول اوداسې نوریې ټول دخپل مسؤلیت له لارې وکړل اوخپل ټول غمونه یې پټ ساتل.
ماته پته ولګیده چې هغه یوازې کیني نوښه ژړیږي خوچې کله به کورته څوک راتلل اویابه هغه دچاسره مخامخ کیده نوخپلې سترګې به یې خاموشه ساتلې ددومره نرم زړه والاښځه چې ددې تیاریانې په ځان باندې فرض ګڼلې دکومې جذبې اوکوم احساس له مخې په کورکې دواده تیاریانې کوي لکه چې ددې واده دټولونه ډیره خوشاله دیته ورکوي.
ماته خبروشوچې دواده زلمي دپاره موټرراغلی دی اونورې ټولې تیاری هم شوې دي.زه دې دفترنه بهرراووتم بهردسپین رنګ موټرولاړؤماموټرچلان کړو اونیغ دمدیرې کورته لاړم.هارن مې ورته ووهلودواده زلمی راووتوپه موټرکې کیناستوددې نه ورسته هغه هم راووته اوخاموشی سره په شاته سیټ کې کیناسته.په ظاهرهغه خوشاله ښکاریده څوک یې په ځان نه پوهول.مامخکې هم یادونه وکړه چې هغه ډيره تعلیم یافته اوښه ذهن لرونکي ده.ماته یې په ټوکوکې وویل چې ورورجانه په موټرکې خواې سي هم لګیدلې ده،مااې سي چلان کړه اوموټرمې چلاؤو.په موټرکې مکمله خاموشي وه مادخاموشی ماتولولپاره وپوښتل چې ماته ووایی کومې خواته ځو؟ نوراته ویې ویل چې دې واده زلمی درسره ناست دی ترې وپوښته چې کومې خواته ځو؟بیایې راته وویل چې وروردهوایي اډې په سړک باندې لاړشه مادهوایي اډې سړک ته موټرراوګرځوو.اوس مونږ لږډیرسفرکړی ؤ چې ویې ویل وروره ماددوې دپاره ډيرې قربانی ورکړې دي دخپلې ټولې سره کورنی مې ټکرکړی دی داکاردومره آسان نه ؤماته پته ده .ماپه کورنی کې څوک څوک خفه کړل اوڅوک څوک مې مجبورکړې دي ددې هرڅه باوجودهم ماددوې نه څه شرایط نامه نه ده لیکلي داهرڅه دهرلالچ نه بغیرکوم ایادازمااحسان نه دی په دوی باندې؟
ماددې دحوصلې ساتلودپاره ددې خبرې تاییدکړې موټرورورودخپل منزل په روان ؤدچاسفررانږدې کیدواودچاسفراوږدیدومخکې لاړومونږدمختلفوکلیواودپټیومنځ کې وړوکی سړک اختیارکړواوس زمونږمنزل لرې ؤچې دجینی دکوروالازنګ ووهلو.
تیلیفون ته هغې خپله ځواب ورکولودخبروکولونه داسې ښکاریده چې دجینی دکوروالازمونږانتظارکاوه اوهغې دا ورته وویل چې بس لږوخت ورسته به مونږدرورسیږوُ.زه حیران وم چې څومره حوصلې اوهمت سره په تیلیفون داخبرې اوري شایدداهغې ته پته نه وي چې نن هغه څه تقسیموي اوهغه هم برابربرابرتقسیموي.ایاداناپیژندګلوده اوکه دخپل مجازخدای ته سجده کوي.دهغې دټولې کارنامې زمادپوهې نه لرې وې ماهغه ددې نه ودروَل هم غوښتل خونه مې شول کولی چې هغه ودرَوم ځکه چې هغې ډیره مضبوطه اراده کړیوه زماخیال ؤچې دتیرودرې څلوروورځوراهیسې ددې پرشونډود(نا)ټکی نه ؤراغلی.زه په همدي سوچ کې وم چې راته ویې ویل وروره ماهمیشه ده ته خوشالي ورکړې ده خوزماپه برخه کې خوشالي کمه راغلې ده.مابس ښه ښه ورته کول اوموټرمې چلاؤوخوماوې چې زمادبې عقلی له وجې زمادخولې نه داسې لفظ ونه وځي چې هغه مدیرې صاحبې ته دتکلیف سبب وګرځي.ددې سفرپه دوران کې هغې کمې خبرې کولې اودایې هم ورته ویل چې ګوره هلته چې لاړشې نوکمې خبرې کوه دواده زلمی یې خاموش کینه هیڅ قسم هغه دغه حرکت ونکړې.اوس مونږخپل منزل ته نږدې ووچې هغې دخپل پرس نه دویښتوبرش راویستواوخپل مجازي خدای ته یې ورکړو اوورته ویې ویل چې ویښته دې لږګومنځ کړه دجینی کلی راورسیدو.زه حیران وم چې دې ښځې باندې څه شوې دي بیاماپخپل زړه کې ځانسره وویل چې داټول ددې ښځې ړنده غوښتنه ده دتیرودروکالونوراهیسې ماته اندازه لګیدلې وه چې ددې بزرګې ښځې دننه کومه جذبه پټه ده همیشه به په دې فکرکې وه اوپوهه یې هم زیاته وه دواده ټولې تیاریانې یې خپل فرض ګڼلي اوکړې ووخوداڅنګه غوښتنه ده چې هغه خپلولاسونوباندې خپل سینګارشوی خاوندبل چاته په تحفه کې ورکوي؟دغه شان خوپه فلمونوکهانیواوډراموکې ګوروخونن یې زه پخپلوسترګوګورم اودشک اوګمان منځ کې ګیریم.دجینی کلی دښارنه تقریباً90کیلومتره لرې ؤددې وجې نه په سفرکې ستړې شوې وو.ماددې سفرستړتیااثرات ددې په مخ کې ولیدل.زماپه سوال یې خبره بدله کړه اوویې ویل نه داخبره نه ده اصل کې ددووورځو نه ماڅه خوړلې هم نه دي اورښتیاخبره داده چې زه وږې شوې هم نه یم.بیایې وویل دتیرودووورځونه مې خوب هم نه دی کړی.ماچې څه سوچ کاوه هغه په حقیقت کې راته ترسترګوشول،ماددې خبرې په غورسره اوریدې اویوې یوې خبرې باندې مې سوچ اوفکرکاوه.
په دې ټول سفرکې مادهغې په سترګوکې اوښکه هم ونه لیده خودخبرونه یې داسې ښکاریده چې دهغې زړه وینې تویوي هغې ډيرې زوړوتیاسره سفرکاوه لکه چې جهادته روانه وي دجینی کلی راورسیدونوماته یې وویل وروره دده سره نږدې پاتې کیږه زه ورځم دننه ښځوسره به کینم ته دده خیال ساته.
ځکه چې همده مونږ درې وروڅي یوُکلي ته ورسیدوزموږدګلاب ګلونواودکلي دودیزاستقبال مووشو.هغه خپله ښځوته ورغله ورسره کیناسته زه اودواده زلمی په یوکمره کې کیناستواود یخوپه څکلوموشروع وکړه،څه وخت ورسته مادکوریونفرته وویل چې هغه مولوي صاحب راوغواړی چې دماسپخین مانځه وخت دی که ناوخته شوبیابه دماسپخین مانځه نه ورستونکاح تړي.لږه څه زماهم بیړه وه چې بیادشپې وظیفې ته تلم.زمادغوښتنې مطابق هغه په مولوي صاحب پسې لاړوڅه وخت ورسته دنکاح ثبتوونکی اومولوي صاحب دواړه راغلل.دپروګرام مطابق نکاح خوال صاحب نکاح وتړلواوثبتوونکي ثبت کړواوامضاء ګانې یې واخیستلې.ماچې دثبتوونکې لیکنه ولوستله نوپه یوڅوټکوزمااعتراض وخوداسوچ مې وکړوخاموش پاتې شوم چې ددواړوپه رضابه یې لیکل کړې وي.
دنکاح نه ورسته دښځودپاره روټی تیاره شوه اومونږدکلي نږدې جومات ته دلمانځه دپاره لاړلو.په واپسی کې ماخپلې مدیرې صاحبې ته زنګ ووهلوچې څه پروګرام دی نوویې ویل چې زه باربارښځوته وایم چې مونږبایدزررخصت شوخودهغوی کارونه ډيرسست دي ته سړوته اووایه چې رخصتي زرراکړی.نوماهم دکوروالاته وویل چې که مهرباني وکړی رخصتي زرراکړی.نوزمایوپیژندګلوی ماته وویل چې تاسوتیاري کوی اوس به دواده زلمی کورته وغوښتل شي اودشیدوڅکلو رسم به ترسره شي.مادمرستې له خاطره ورته وویل چې که دشیدودرسم څه قیمت وي نومخکې راته ووایه نوهغوی راته وویل چې شرط اونورخوهیڅ نشته بس تاسودخپل روایت ساتلولپاره دخپلې مرضی څه ورکړی.په دې کې دننه نه آوازراغی چې دواده زلمی دې راشي نومادهغه یورشته دارته وویل چې ځه ته دننه ورسره لاړشه خوهغه انکاروکړاوویې ویل چې داکاربه هم ته سرته رسوې.
زه دې مجبوری له وجې دواده زلمي سره دننه لاړم ښځودخپل روایت سره سم دوې کرسی ایښې وې نوماسوچ وکړوچې یوه به دواده زلمي اوبل به دجینی دپاره وي دواده زلمی خوبغیردڅه سوچ فکرنه په یوکرسی قبضه وکړه اوکیناستونوماسوچ وکړچې دویمې کرسی ته به جینی راولي اویوځای به یې ورسره کینوي.
ماهمده سوچ کاوه چې دکوریونفراشاره راته وکړه چې په دې بله کرسی ته ورسره کینه زه دلږانتظارنه ورسته په دویمه کرسی ورسره کیناستم اود روایت مطابق دجینی خورشیدې راوړې اودواده زلمي ته یې ورکړې اودواده زلمي سره مونږهم په شریکه وڅکلې پیسې مواداکړې اوددویم رسم انتظارموکولودجینی موراوپلاراوڅورشته دارانوپه شریکه دواده زلمي ته روپی دسلامی په طورورکړې چې دهغوروپیواخیستل هم زمادکمزورولاسونولخوااخیستل پیښ شول په دې دوران کې آسمان په پړکیدوشوپه کتلوکتلوکې په آسمان تورې وریځې راغلې اونری نری باران شروع شوزه بهرووتم موټرمې چلان کړواودجینی کورمخی ته مې ودرَوه چې زمامدیره بهرراووته اوپه موټرکې کیناسته دراتلوسره په چیغوپه ژړاشوه مادمرستې په خاطرورته وویل چې مه ژاړه چې څه ووهغه هسې هم وشول اوس دژړانه څه جوړیږي هغه فوراًغلې شوه لکه چې پوهه شوې وي چې ریښتیااوس دژړانه څه جوړیږي؟
ناوې اوناوکی دواړه یوځای راووتل په موټرکې کیناستل اومونږدخپل کورخواته راروان شوُپه لاره کې باران نورهم تیزشو بلکه ډيرسخت شوماموټروروروچلاوو.دتیزباران په وجه هغې ماته هدایت کاوه چې وروره موټروروروبیایه ځکه چې تاسره ډيرقیمتي خلک ناست دي.ددې نه تاسوددې دهمت اوحوصلې اندازه ولګوی لنډه داچې دباران اوبه ډيرې زیاتې شوې اوپه سړک باندې دجوړیدوکارهم روان و.له دې وجې کورته په رسیدورسیدوکې ماښام شواوزمایقین وشوچې لکه نن زه پس له وخته وظیفې ته نشم رسیدی.
په واپسی کې ماموټردواده زلمي دکورمخته ودراوه ټول خلق بهرراوتلې وواوپه چوپتیاسره دننه ننوَتل دشپې انتظمات شوې ول چې په هغوی کې یوازې دکورنی خلق شامل وو.په دویمه ورځ مادخپل موبایل نه ایس ایم ایس وکړواودواده زلمي ته مې دمبارکی پیغام ولیږلو.
اوخپلې مدیرې ته مې هم پیغام ولیږلوچې ستافیصله درسته ده.ماته پته ولګیده چې هغه دا پیغام وګوري خفه به شي زمامقصددهغې خفه کول نه ووځکه چې دغه شان فیصلې دانسان په وس کې نه وي بلکه دغه شان فیصلې الله تعالی شروع نه زمونږپه تقدیرونوکې لیکلې وي اوهمدغه شان کیدلوباندې صبرکول وو.په آخرکې دازمادزړه دعاده چې خدای دې دوې ټولوته خوشالي ورنصیب کړي اوپخپل منځ کې اتفاق واتحادنصیب اوپخپل منځ کې یې مینه اومحبت قایم کړې.الله دې دوې ته دومره خوشالیانې ورکړي چې دوې داټول غمونه هیرکړي اودانوي ناوې دې دوې ته مبارک اودبرکت سبب وي.(آمین)