ژباړه:-مخلص

 

دموبایل تیلیفون درست استعمال

عامردخپل موراوپلارنیازبین ځوی واوپه شپږم صنف کې یې زده کړه کوله.دهغه پلارخان اکبردښارپیژندل شوی شخصیت و.عامرپه دې ورځوکې خپل زړه مجبورکړی وچې زماسره یوموبایل ضروري دی،دهریوښکلي اونوي موبایل سیټ په اړه مالومات کول یې یومشغوله ګرځيدلې وه.دعامرددې ضدپه وجه خان اکبرمجبورشواوهغه ته یې موبایل واخیستو.

په دویمه ورځ چې کله هغه مکتب ته لاړونوخپلوملګروته به یې ویل چې وګوری زماپلارماته موبایل اخیستی دی.دعامرملګروعامرته دموبایل  ډيرتعریفونه  وکړل عامرډيرزیات خوشال شو.

درخصتی نه بعدچې کله عامردمکتب لویې دروازې نه بهرراووتونوخپل موټریې نه ښکاریده.هغه هلته په انتظارکې ولاړؤډيروخت تیرشواودمکتب ټول ماشومان خپلوکورونوته لاړل عامریوازې ولاړؤ خو دهغه دډریورترلرې لرې نام ونشان نه ؤ.یونڅاپه دهغه نظرپه بنجاري باندې ولګیدوچې دده پرطرف راروان ؤ.نڅاپه یې په زړه کې څه راغلل اودبنجاري په لوردچاکلیټواخیستولپاره ورروان شو.

بنجاري عامرته چاکلیټ ورکړل اودایې هم ورته وویل چې زریې وخوره ګني خراب به شي.عامرهم بې له څه ځنډنه چاکلیټ وخوړل بې هوشه شواووغورځيدو.

بنجاري اخوادیخواوکتل خوڅوک نه ووزرزریې عامرپه اوږه کړواونږدې یوکورته یې یوړو.

عامرچې کله په هوش کې راغلونوځان یې په یوکمره کې بندي ولیدواونورماشومان یې هم ولیدل چې دده په شان راتښتول شوي وواوهغه بنجاري هم په کمره کې ورسره ناست ؤ.

عامرچې کله خپل جیب ولیدونوموبایل پکې موجود ؤنوموبایل یې دموقعې لپاره برابرکړواوچې څنګه هغه سړی دکمرینه بهرووتونوعامرسمدستي خپل پلارته زنګ ووهلواودخپلې تښتونې په اړه یې بشپړه مالومات ورکړل.څه موده ورسته پولیسودهغه دِموبایل دزنګ نه دځای مالومات وکړل اوپه هغه کوریې چپه ووهله اوټول ماشومان یې په حفاظت سره خلاص کړل اوورسره یې هغه بنجاري هم ونیولواوهغه ورته داهم وویل چې دعامرډریورهم په دې کارکې پوره لاس لرلواوپه زوره یې نه غوښتل چې عامرته مکتب ته ورشي.

دماښامه پورې ټول ماشومان خپلوکورونوته ورسیدل،پولیسوعامرته شاباسی ورکړوچې دهغه ښه فکراوموبایل په وجه پولیس ددغه انسان تښتوونکي کس په نیولوکې کامیاب شول چې مالداروخلقودخپلوماشومانودراخلاصَولوقیمت هم انسان تښتوونکي ته ورکړی ؤ.

خان اکبروویل چې داسمه ده چې دموبایل بې ځایه استعمال دماشومانووخت ضایع کوي خوددې په سمه توګه استعمال دومره فایده مندهم دی.