لا خو خندیدی  نشي  په  ځان  دي  پښتانه

دوخت سره شپه ورځ لاس اوګریوان دي پښتانه

دا ولې ګورَج پراته دي نن دغم په زنځیروکې؟

په  تیرو تاریخونو کې  غټان  دي  پښتانه

ګلونه لاس کې واخلي شي سکروټې اوپرې خوړین شي

چَولي  خدای  په  څنګه  امتحان  دي  پښتانه

مور ځوی  نه  بیلَوي  او ځوی دپلارنه په دنیاکې

پخپلو کې  د یو بل غمازان  دي  پښتانه

بدبخته خوارشې خوري دې ورته مه راځه کاله ته

لعلونه یې دي خُلوکې خاماران دي پښتانه

خیرڅه چل دې که نه لري بنګلې اومحلونه

همیش خپلوجونګړوکې شاهان دي پښتانه

خوشال اوباچاخان یې سالاران دي په دنیاکې

دا لربر یې  په  یو غږ هسپیان دي پښتانه

دا لویه  پښتونخواه  یوه  باغچه  ده د ګلونو

پښتو پکې  غنچه  ده  بلبلان دي  پښتانه

مخلصه ننګیالي دي خپل ناموس ساتي په نره

ښاغلي دي اوخدای باندې هم ګران دي پښتانه