تۀ رانه پوښتې چې رنګ دې ولې زیړزبیخلی دی؟

نوردخدای احسان دی خو لۀ ژوندمې لاس ختلی دی

څومره   خوش  قسمته دی او څومره  بد قسمته دی

څومره  ښکلی  ګل  دی  خو په دشته  ټوکیدلی دی

دا چې  په  بد حال دی او په خاورو باندې خړپړدی

بیا  لکه  د   خپل  آشنا  په  در  کې  لوغړیدلی  دی

دا  د سپرلي مستې  ورځې،دی غریب په ځان اخته

اې  خدایه  دا شین طوطي چې کوم ظالم  ویشتلی دی

رنګ  نه  خو سپین خر وي چې څښتن ته لته سمه کړي

هغه څوک چې خوی خصلت یې ښکلي وي نوښکلی دی

دلته   هر سالُو  او  هر پټکي  سُور رنګ  اخیستی  دی

ځکه   چې   د  سرو  وینو  باران  ډير وَریدلی  دی

ستا  د  مخلص مړۀ  ژوندي  خبر تر اوسه رانغلو

هغه  که  دې  یاد شي چې  یې  ستاپه نوم شړلی دی