چاوې چې زلفوکې دې ګیرنه یمه
د وتو نیت نلرم شیر نه یمه
خیردعانه سهي ښیرې یې دعا
خدایه ستاشکرچې ترې هیرنه یمه
چې خپل دښمن ته په سلام ولاړوي
زه د هغو خلقو په څير نه یمه
په پل یې پل ږدمه روان یم پسې
خیر که سایل او یا خاطر نه یمه
داسې رقیب سره غږیږې آشنا
لکه چې زه دلته حاضر نه یمه
نښترنښترځواني دې خاورې مه شه
خو زه هم کم له منډایر نه یمه
خپلو دردونونه نغمې جوړَوم
ملګرو نور ګوری شاعر نه یمه
مخلص خو ژوند او محبت غواړمه
زاهده ستا په شان کافر نه یمه