قاتل مې وينې پټوي اغوندي نورې جامې
خوګواهي به وركوي داپماپورې جامې
زه چې چالوټ کړم پټ به وي خوپیژندلی مې دې
كه راته سپینې جامې اغوندي كه تورې جامې
زه دپنځوس كالولوټ شوی تاله شوی زلمۍ
هيڅ عجيبه نه ده كه واغوندمه سپورې جامې
چې تابه ويشتې وي غلبيل غلبيل به څنګه نه وي
زماقاتله ياره څله راله ګورې جامې
په تن زما دي قيصې ستادسيتمونوكوي
زماپه سرووينوګلګونې اوسمسورې جامې
تاسوهمه وطن جامې كه پکې نه ځائيږی
زمونږدلوس لغړوخپل دوجودسيورې جامې
داچې یې هره ورځ راكاږي دګرانی په غنو
ریښې ریښې شوې دسایل په تن کمزورې جامې