په سرکې بایدیادوَنه وکړم جې دغه نظم مې یوچاته ډالۍ کړی دی.مخلص

 

شاعریعني څوک؟

شاعري په هغه لاره باندې تلل دي

چې په هرګام پریوتل اوپاڅیدل دي

د شاعرهریوعادت د لیونو دی

په نصیب یې ژړیدل اوخندیدل دي

دلیلا مینه ده هغه دغه نه ده

اوس مجنون ته زهروګوټ هم تیرَول دي

دګلونوبویَول خوآسان نه دي

په ازغولمن څيرل لاس غوڅوَل دي

 

 

هرشاعردزړه په وینوباندې پایي

بیاهغه چې دقام مینه کې رسوا یي

خلک وایي شاعرانومزې وکړې

هریوشۍ څومره په ښکلي اندازستایي

د لیلا  د سرسالو یې  تمنا وي

شپه اوورځ بس اموخته په دې سودا يي

دمیلونومزل یو ګام ته مختاج دی

قافلې ته داپه چیغوچیغووایي

  

هرشاعردژوندپه مینه پسې مړدی

هرشاعرقام ته منزل ښیي رهبردی

هرشاعرکچکول په لاس درپه درګرځي

دخپل قام بچوته خیرغواړي سوالګردی

قلندرپه مخ کې هیڅ نه دې یارانو

که هرڅوپیژندل شوی سمندردی

پاس په سرباندې یې لویه لارپراته ده

که په قدقامت کې هرڅواوچت غردی

 

شاعري دزندګی هغه مضمون دی

چې یې کړی په دردونوخپل تړون دی

شاعري څه ټوقې نه دي لیونیه

دازغودپاسه ژونددزړه چاؤدون دی

که شاعرهرڅوراګیردی په تیاروکې

خومقصدیې خاص دسپین صبالټون دی

خوبزاده خلک شبقدرلیدی نشي

چې خپل یارته څوک رسیږي داجنون دی

 

 

هغه څوک چې شاعري کوي شاعردی

بس منه چې ډیروسختونه راتیردی

پرهرونه یې بیاګوره په سینه کې

خامخابیاظالمانودوخت ګیردی

ګیدړان،مرغان مرداروپسې ګرځي

چې پخپله ښکارکوي نوهغه شیردی

فرعون څله کړي دعوه چې خدای خوزه یم؟

یوموسیَ یې له تمام سلطنت ډيردی

  

دامنم چې هراندازبه یې رنګین وي

هریولفظ به یې داد وي اوتسکین وي

زندګي به یې دګلو غنچه ښکاري

خوکه زړه ته یې شې ځيرزړه به یې شین وي

محبت د ژوند ذایقه ده که پوهیږې

بې دمینې هرانسان ګوره مسکین وي

دجانان کلي کې هرڅوک چې اوسیږي

بس په ده باندې وي ګران ورته شیرین وي

 

شاعردردپه نغمواړوي فنکاردی

انځورګردی انځورونوښکل  یې کاردی

 د قلم  یوه  عظیمه  بادشاهي  ده

چې دزوریې نه زردار دی نه سرکاردی

اهمیت یې عاقلانو ته څرګند دی

جاهیلان خوهسې وایي چې دې خواردی

د دې دومره کړاوونوباوجود یې

ظالمانو د خدای لږ قدر پکار دی.