لارې دمنزل ټولې ازغنې دي
خپلې ارادې زماپتمنې دي
دامې هم قاتله وطندارې دي
دامرغی چې ویرکړي خوغمجنې دي
خدایه ستاپه درکې یې نیولې دي
دازمادقام څيرې لمنې دي
بیادرته رقیب ظالم څه ویلې دي؟
نن دې آشنابیاسترګې نمجنې دي
راشه خپل وطن ته مسافرآشنا
تاپسې کږې مې دزړه ستنې دي
هریوپښتونخواه کې ځانته رنګ لري
کاڼي دي که بوټي اوکه ونې دي
یاره لیونیه نوریې څه کوي
ستاسترګې مخلص ته قدرمنې دي