زه داخترسینګارکولی نشم
په دې پرې شونډوخندیدلی نشم
دغریبی خلک پیغورراکوي
مورجانې سپکې قیصې زورراکوي
میلې ته هغه ځي چې پلارولري
زړه دغمونونه اوزګارولري
زړه مې غمجن دې خوب خندانه راځي
پرهردزړه چاته ښودلی نشم
دازه منم چې نن اختردې کنه
خونن په ماباندې محشردې کنه
یتیم په سرلاس تیرَوي څوک چیرته
آوازدجارورته کوي څوک چیرته
زماباباخوپه وطن شهیددی
لقب دمړه زه ورکولی نشم
نن په بازارکې دنوټونوجنګ دی
له هرطرف نه دجیبونوجنګ دی
نن صبادلته کړاوَنه کیږي
دژوبلوزړونوزورَونه کیږي
زه دې رواج ته اوس حیران پاتې یم
ستاسترګې سرې داسې لیدلی نشم
نن صباهرڅوک دمطلب نه ډک دي
وَړه اوسترواړه طلب نه ډک دي
هرځای کې هرڅوک مُتَعبرښکاریږي
هم دخپل ځانه مرورښکاریږي
وایم چې دې کې به مې ګټه نه وي
مخلصه نورچې ځانته غلی نشم