زما دمحبت رنگینه شپه نشته
ستورو کی دیار می نښانه نشته
چیری یې سپوږمۍ سترگک دې ووهه
خیږه چی په ستوروکې غصه نشته
سورشال دې اوس باد له کلي وړی دی
ستاله چم په ما خوږه وږمه نشته
مات به کړم رباب منگی به څه کوم
ته چی په کې نه یې هیڅ نغمه نشته
ښه و چی یې یار په کلي کورکې و
اوس دعزیزجان غریب مزه نشته