لویه خدایه دخوارانوڅه اختروي

ترسیدلواوغمجنومظلومانوڅه اختروي

 

چې تاویږي په قبرونو

زړونه ﺉ ډک وي له غمونو

دباباآوازیې نه وي

وي یې ژوندپه سرواورونو

چې یې سرې وي ښکلې سترګې

یتیمانوڅه اختروي

 

دیارسترګې یادوینه

اوښکې مړې مړې تویه وینه

خوب خنداچې پرې حرام وي

اوشپې ویښې تیراوینه

وي قسمت نه مرور

دعاشقانوڅه اختروي

 

نه یې نوي لباس توان وي

هم خوراک پسې حیران وي

داخترسینګارترې غواړي

ترینه تاؤ واړه بچیان وې

وي ماړه دزندګۍ نه

غریبانوڅه اختروي

 

ګرځوي زړونه ویشتلي

یادوي ژوندون د کلي
مامخلص قلم دژبې

څخه داسې اوریدلي

تیراوي ژوندبې وطنه

مسافرانوڅه اختروي