له پرهر پرهر زړگی نه څاڅکی څاڅکی و ینی څاڅی

دعزیز له تورو سترگو رڼې اوښکی سپینی څاڅی



څلوریځې

سترگی می رپی که جانان می راغی
خولگۍ به ورکم که ارمان می راغی

رښتیا که راغی نو زړه چاودې به شم
په خدای که دغه عزیز جان می راغی




غوښته می یوه خو الله بله راکړه
زه یی شوم گل دایی بلبله راکړه

په چیغو چیغو می ښه ډیر وژړل
عزیزه دایی یو په سله راکړه