دویرونواختر

بې خونده زندګي ده اخترونه ډک له غمه

دوخت له ناکړدونه خپه زړونه ډک له غمه

دسولې قاصدان مودلټون په لاروورک دي

سهارکې هم ویرونه ماښامونه ډک له غمه

 

ناکامه خنداراوړي پاس په شونډوداختر

رنګین خیالونه واچوي په خوږزړه د دلبر

لاسونوته سوررنګ ورکړي په وینودشهید

هغه اخترلاورک دی چې به ناست و ترسحر

 

دویمه کربالاشوه دافغان دمیني کور

سرونه دي چې الوزي اوغوښې په هرلور

دوینوفوارې دي اومرګي دي ارزان شوي

دژوندبیه شوه ټیټه ویرژړاده په هرکور

 

خدایه!                                              

دادکوم جرم سزاده چې یې موږته راکوې

ګناه کړې څه پښتون ده په څه وجه یې سوځوې؟

لربرسوځي په اورکې کورپه کورباندې ماتم دی

خاونده لابه څومره کونډې رنډې کړوې

 

راپاتې کوربنې شوې زموږاوښکې په لیموکې

تاثیرراپاتې نه دی زموږویراوپه سلګوکې

مَېن نه مینه ورکه دادم درخوکیسوکې

غمجن غمجن وختونه خوښي نشته اختروکې

 

خالقه په زارواوپه سجدوکې کوم سوال

له تانه هیله داکړم چې بدل موکړه داحال

کلونه شول چې سوال درته کوم په عاجزۍ کې

حفیظ آرمان دسولې کوي ربه ذوالجلال