زه یوه یتیمه یمه

دادامې څه شوادې وایمه ماته

کله راځي به ادې ښایه راته

ستادبېګاسباوعدوکې مورې

ستاپه ژړااواسویلوکې مورې

ماته یورازیوه خبره ښکاري

دزړه مرغۍ مې نن اوتره ښکاري

زه خویتیمه یمه پلارنه لرم

داخترونوسره کارنه لرم

نه خوځونډی نه غاړکۍ لرمه

نه خپلې غاړې ته اوګۍ لرمه

زړوجاموکې مې اخترتیریږي

له مانه غلی مرورتیریږي

چې زه یتیمه یمه پلارنه لرم

قسمت مې خواردې کوم غمخوارنه لرم