درنولوستونکوسلامونه اومینه!

په دي هیله چې تردي دمه به روغ رمټ یی دادې ستاسودلاغوښتنومطابق مودیوې وتلې شاعرې،لیکوالې زرلښت حفیظ خورپه اړه دلیکنولړۍ پیل کړه چې ډیرودرنوښاغلواواغلوورباندې خپل خپل نظرونه اورایې ورکړې دي په دي هیله چې دپام وړمووګرځي اوادبي تنده موپرې ماته شي.

په ټوله پښتنه اوادبي مینه

ستاسوخدمتګارورور

                                                              مخلص

 

 

ترټولودمخه زه ویاړمه چې دخپل یوې داسې خورپه هکله څه لیکمه چې هغې ته خدای ډیرښه استعدادورکړی دی اوزماقلم دهغې له بیان څخه عاجزه دی،خوسره ددې غواړمه چې څه ناڅه ولیکمه.

زرلښته نه یوازې زماشخصي ملګري ده،بلکې هغه په اوسني شرایطوکې یوه فعاله،په وطن مَېنه شاعره اودکاناډاپه یوه رغتون کې صحي کارمنده ده،زه هغه د اوس نه کلونه پخواکله چې مونږدهمیشه بهارننګرهارکې ژوندکاوه،پیژنمه.هغه په خپل ورځنیوچاروکې ډیره فعاله ،جدي،بریالیۍ اودیوخاص حوصلې درلودونکې ده،دیوې ښې ښځینه لیکوالې په توګه ډیره راته ګرانه ده اوښه راتلونکې ورته هرکلی وایي.دامعلومه خبره ده ،چې شعروشاعري،لیکوالي ځانته یوهنردی داهنرالله تعالی هغه چاته پیرزوکوي،چې په دغه لارکې ځانګړي پړاوونه یې تېرکړی وي یاچې ډیرلوستلې وي اویاچې ډیرغوږنیولې وي له نیکه مرغه چې دادواړه خاصیتونه زمونږپه دغه مهربانې شاعرې کې زیات لیدل کېږي هم ډیرلولي اوهم 24ساعته لکه دیوې مسلکي ژورنالیستې په شان خبرونه ورځپاڼې،ویبلاګونه اوراډیوګانې تعقیبوي سره له دي چې هم کارکوي هم په تعلیم بوخته ده اوهم ددومره مصروفیتونوسره سره بیاهم قلم خوځوي.خدای(ج)ورته دیوې ډېرې بااحساسې لیکوالې اوشاعرې په توګه استعدادورکړی دی.دزرلښتې هره لیکنه دهغې دقلم دژبۍ نه وځي اودخلکوپه زړونوکې لاره پیداکوي.زه دهغې په لیکنوکې دوطنپرستۍ داسې احساسات اوجذبې وینمه،چې زرلښته به دیوې داسې شخصیتې په توګه ښکاره کړي،چې یووخت به راتلونکي نسلونه اوپښتنې خویندې پرې وویاړي.

هغه دیوې شاعرې په توګه په اوسنیوشراېطوکې په هیواداومطبوعاتوکې تقریباًیوه وتلې شاعره ده که تاسې دهغې شعرونه،نظمونه،ریالیستکي کیسې ولولۍ،نوکله به مووخندوي اوهم کله به مووژړوي خپله به وپوهیږﺉ،چې دابه په راتلونکي کې څه ډول لیکواله وي؟ډیره مهربانه،ښه مسلمانه،په تعلیم مَېنه ده.زه له هغې سره تل په تماس کې یمه زرلښته په پښتواودري په روانه ژبه لیکل اوخبرې کوي له یوشمیربهرنۍ ژبوسره هم بلدیت لري،چې زمادژوندترعنوان لاندې په زړه پورې کتاب یې په انګریزي ژبه کې هم چاپ ته تیاردی.زه نه غواړمه چې دهغې دلیکنواوشعرونوپه ګرامرخبرې وکړم داځکه چې دهغې مورنۍ ژبه دري ده،خوپه پښتوژبه ډیرې په زړه پورې لیکنې لري،چې په دغه لاره کې دلابریالیتوبونو هیله منه یمه.داچې زمونږګران اوپیاوړي شاعران اولیکوالان هریوښاغلی پیرمحمدکاروان اوښاغلی محمدامین بسمل صاحب هم ورته لیکنې کړي دي،چې زماتبصره ډیره اوږده نشي،داوس لپاره خپله تبصره لنډومه،خوپه راتلونکي کې به ډیردویلوڅه ولرمه.تاسې رابولمه دکتاب پاتې برخې لوستلوته.

                                            

                                        په پښتنه مینه                        

                                     ګلالۍ طوطاخیل                 

                                     فرانسه