ناست یمه ستاپه انتظارژړیږم
تل دې څارم دراتلولارژړیږم
راشه تپوس مې وکړه کبرمه کړه
رغیږم نه په زړه بیمارژړیږم
هجران دې اوویستم له ژونده آشنا
نه مې خنداشته نه قرارژړیږم
چې دې ترڅودیدن ونکړم آشنا
زه به ترهغې په باربارژړیږم
چې دخزان نوم واورم تاوګورم
لکه بلبل کوم چغارژړیږم
په بې دردی دي خلکووران کړوراته
زه دګودرپه سرچنارژړیږم
په دې کې نه یم چې مې سوال نه منې
ستادرقیب په خوله انکارژړیږم
مخلصه زه هم ستاپه شان شپه اوورځ
چې رانه بیل دې شیرین یارژړیږم