یواحساس دلیونتوب راسره مل دې
اوس مې نه پریږدي پرادی دې اوکه خپل دې
که یې هیرکړمه ایمان کې به مې شک وي
زماښاردې پيښوردې که کابل دې
یارزمادې انتخاب یې ولې ته کړې؟
دازه نه منم رقیبه داخوچل دې
لږهمت ورته پکاردې زړه دې کلک کړه
نولس پریږده همدانولس پسې شل دې
داڅه نوي کیسه نه ده سیتمګره
چې مخلص منګل په تاپسې پاګل دې
16.09.2009
- جابراحمدمخلص
ناست یمه ستاپه انتظارژړیږم
تل دې څارم دراتلولارژړیږم
راشه تپوس مې وکړه کبرمه کړه
رغیږم نه په زړه بیمارژړیږم...
16.09.2009
- جابراحمدمخلص
خیرکه هرڅه کوې په مانن دې دوران دې آشنا
ژوندته لږ وګوره چې څنګه تیزروان دې آشنا
شیطان هم ویل چې زه راشه اوس یې حال وګوره
داسې ونه وایې په دې کې دې تاوان دې آشنا...