دغه یوشعر دلرې پښتونخواوتلي شاعرښاغلي رحمت شاه سایل صاحب ته ډالی کوم.مخلص

 

نرپښتون دې زمازړه دې عالمګیردې

په خبره اوپه شعرکې یې تاثیردې

په زړګي کې مې اوسیږې نه دې ګورم

یاره تانه څه ګیله کاردتقدیردې

له ډیروخته یې مُریدیم پاتې شوی

لویه خدایه نالیدلی مخ مې پیردې

دوطن ددنګوغرونولیونۍ دې

ماتړلی دآرمان په کلک زنځیردې

ګل تازه شي چې شبنم پرې ووریږي

یارجوړنه دې ژړیدلی چې تغیردې

وطن یومینه یوه ژبه یوه ده

خیرکه زه یم دپکتیایارد(ورتیر)دې

یوشاعردې یوفنکاریومصوردې

دمخلص په زړه یې جوړدځان تصویردې

 

یادوَنه:-ورتیرپه ملاکنډدرګۍ کې دیوکلي نوم دې چې سایل صاحب پکې اوسیږي.