صبا به بیاکلی ورانیږي

چې یارله یاره جداکیږي

ماته خوډیرډيررایادیږي

چاویل چې لرې شي هیریږي

زه چې دچاپه ژوندی یم

هغه زمامرګ ته ګواښیږي

لاړومنصورخلکونه هیرشو

اوس دصدام خبرې کیږي

دلته کې ټول هغه سرونه

چې وي دکارنه پاتې کیږي

زماجانان زماپه زړه کې

لکه ایمان داسې اوسیږي

ته به یې شکل کتی نشې

خومخلص تاپسې ړندیږي