دپښتوژبې دپیدایښت اوودې بهیراوپړاوونه/دریمه برخه

پښتو

               چیرې پیداشوه؟       څه وخت پیداشوه؟    څنګه پیداشوه؟

  په آریانه کې دوه نیم زره کاله وړاندې پخواخروشتي لیک رامنځ ته شوچې ترپینځمې میلادي پیړۍ پورې په ټوله آریانه کې دودؤاودآریانه بیله بیلې ژبې پرې لیکل کیدلې،په دې لیکنوکې چې ترکومه ځایه لوستل شوې داسې متن نه دی ښودل شوی چې بشپړپښتووي:خودانګریزمحقق سرویلیام جونزعقیده لري څرنګه چې دخروشتي لیک ژبه دآریانه ژبه وه اوکه چیرته په پښتوکې پوره څیړنې وشي:نوښایي چې یووخت ددې ژبې په مرسته ډیرخروشتي ډبرلیکونه ولوستل شي.

میناندرچې په هوپیان کې زیږیدلی اوترمیلادیې 90کاله وړاندې ددیمتریوس دجنرال په توګه دهندځینې سیمې ونیولې اوکورنۍ یې ترمیلادسل کاله وړاندې واکمني درلوده،بودایي دین یې هم ومانه،ده له بودایي فیلسوف ناګسینه سره خبرې وکړې اویوکتاب ترې جوړشو،چې دروایاتوله مخې په زړه پښتولیکل شوی ؤچې بیاپه پالي ژبه وژباړل شواودجاپان په یوه معبدکې ددې ژباړې متن خوندي دی.دوه نیم زره کاله وړاندې دکوشانیانونامتوواکمن کنشکادیوناني اغیزله امله دخروشتي پرځای یوناني لیک خپل کړاوڅرنګه چې دالیک افغانیزه شونویونانوباختري نوم ورکړشواوځایي ژبې یې په همدې لیک ولیکلې،چې دبغلان دسره کوتل ډبرلیک اواوس نوی لاس ته راغلی  درباطک ډبرلیک اونورډبرلیکونه په همدې لیک کې دي،دسره کوتل د ډبرلیک ژبه تخاري یابلخي بلل شوې خودباطک ډبرلیک داژبه((آریو))بللې چې محققین یې متن زړه پښتوبولي اودپښتودکلمولیکلولپاره په یونانوباختري لیک دپښتو((ښ،څ))توري هم ورته جوړشوي اودپښتوګڼې کلمې پکې راغلې لکه ((ارواښاد))د((الوښال))په بڼه اونورتر260م کال وروسته دایران دساساني کورنۍ یوه مشردزردښت په کعبه کې پریوه ډبرلیک چې په اشکاني-پارتي اویوناني لیک دی دکوشاني هیواددیادونې په برخه کې دیوه افغان سپه سالارنوم د((ویندفرن ابګان رزمه ود))په بڼه راوړی چې ابه ګان=اپه ګان پکې دمهربانۍ اومرستیال په معنی اوداوسني((افغان))لرغونی شکل دی.

افغانستان ته داسلام دسپیڅلي دین ترراتګ وروسته په روزګان کې یوډبرلیک لیکل شوی چې په یونانوباختري لیک دی خوپه دې ډبرلیک کې دپښتود((شاهزوی=شاهزاده))کلمه هم رغلې چې په دې لیکنه کې داتوري د((z))په بڼه لیکل شوی خوددې له پاره چې د((څ))بڼه غوره کړي دپاسه درې ټکي په دې ډول (( ))پرې ایښودل شوي((څ))اودپښتوداوسنۍ ((څ))بڼه یې غوره کړې چې پخوا((ځ))همداسې لیکل کیده اوددې مخینې اوقدامت له مخې موږویلای شوچې د((څ))توری په پښتونخواکې دیونانوباختري اوعربي لیکدوددسره نښتون اویوځای کیدودپیوستون کړۍ ده:((z=.:+z))

اوبیا((څ))هم په لږتغییرسره دعربي((ح))بڼه غوره کړې او((z+.:=څ))ترې جوړه شوې اوڅرنګه چې ((څ))ترډیره وخته د((څء))او((ځ))دواړوله پاره (څ--څ---ځ)کاریدله اوهم زوی پخواپه (ځ)لیکل کیده نوځکه د(ځوی)کلمه (څوی)کښله شوې ده اوورپسې نورډیرډبرلیکونه په یونایي اوعربي دواړوولیکل شول.

ددې ترڅنګ دپښتواولسي ادبیات په ځانګړې توګه دمیندواوماشومانوسندرې،لنډۍ،نارې،سروکي اونوردومره لرغوني دي،چې دویدي اواوستایي سندرورنګونه لري،چې هم دموضوع له مخې په لرغونوآربایي سرودونوسره تړون لري اوهم دشکل له مخې:

لکه دالنډۍ:

سپوږمیه سروهه راخیژه

یارمې دګلولوکي ګوتې ریبینه

چې دتاریخي ادبیاتوڅیړونکوپه نظرله هغې دورې سره اړه لري،چې آریایانوبه دشپې په رڼاکې دسرمابوټي لوکول اوکوم وخت چې دسپوږمۍ ختل ځنډیدلي نودالنډۍ ویل شوې ده.

یادالنډۍ

ماځیګری دې ښیرې مه کړه

ته به دنازښیرې کوې رښتیابه شینه

دلمرلمانځنې دوخت ده چې لمرلمانځونکوبه دلمرلویدوپه وخت عبادت کاوه اودایې دهرډول دعااوغوښتنې دقبلیدووخت باله.

یاداغاړه

دبوټوتڼۍ تړم      دشاکارمیلې ته ځم

داوستاددې سرودپه وزن ده

وهوخشترم ویریم    باګم ایبی بیرشتبم

چې ددواړومسرۍ اووه-اووه سیلابونه دي:

یاداتڼ داناره

آسمان یې چې بې ستنودرولی

داستوري یې میخونه        دالمریې زیړی ګل پرې غوړولی

کټ مټ دیوې ویدې سندرې مطلب اداکوي.

                          نوربیا........................