یوچاپه غوږکې راته غلې اووې

چې په اخترکې به خوشحال وې کنه؟

ماویل خوشحال به ومه

هم به ګډاکومه

هم به خنداکومه

هم به غوړیږم پکې

هم خوشالیږم پکې

خو!

زه یوشرط لرمه

هغه ویل داکوم شرط دې؟

چې ته خندیږې ورته

هم خوشحالیږې ورته

چې یې اختردرته له ځانه سره

یوه تحفه کې راوړي

اوکه هغه شرط چرته

 دستاپوره نه شولو څنګه به وي

ماویل نه مرمه ورنه

نه چرته ځمه ورنه

نه به راغیږم ورنه

نه به مړکیږم ورنه

سوی فریادبه کوم

سوړاسویلی به کوم

اوکه پوره شوچیرته

دااسویلی به ګوره

زمادخوارې خولینه

دابې لوګییه دغه سوراورپه ځای

تک سره لعلونه تل کړي

هم سره ګلونه تل کړي

اوداخترلاره به

زه په بڼوصفاکړم

که مې جانان راولي

که مې جانان راولي.