دین یې هم راته اسلام راکړی
که دزمان زولنې ماتې کړمه
دپیغوردنیاته شاواړوم
دزړګي رازنه مې پرده پورته کړم
څه چې مې زړه کې وي بهروباسم
نوزمانه به راته داسې وایي
چې دحیالوپټه ورکه شوله
ته دپښتون دغرورخیال نه ساتې
خوزه دخدای نه مې مننه کوم
چې یې آزاده پیداکړې یمه
اودین یې هم راته اسلام راکړی
پکې آزاده یې ګڼلی یمه
چې څنګه حق شته نارینه ولره
زه هم بنده دخدای جوازلرمه
چې خپل په نن اوپرون وغږیږم
اودخپل خیال بیان آزادوکړمه
14.09.2009
- جابراحمدمخلص
اوښکه دشبنم شومه په ګل دسحرپریوتم
ستړی ستړی څه په غیږکې ستادنظرپریوتم
ستادلوپټې سیوري مې تاته درستانه کړه نن
زه دماذیګرنمرپه طرف دګودرپریوتم
نن خودې اوچت کړمه آسمان ته په یوه خندا
تندرشومه بیادرقیبانوپه سرپریوتم...
14.09.2009
- جابراحمدمخلص
یوچاپه غوږکې راته غلې اووې
چې په اخترکې به خوشحال وې کنه؟
ماویل خوشحال به ومه
هم به ګډاکومه
هم به خنداکومه
هم به غوړیږم پکې
هم خوشالیږم پکې
خو!
زه یوشرط لرمه...