اوښکه دشبنم شومه په ګل دسحرپریوتم
ستړی ستړی څه په غیږکې ستادنظرپریوتم
ستادلوپټې سیوري مې تاته درستانه کړه نن
زه دماذیګرنمرپه طرف دګودرپریوتم
نن خودې اوچت کړمه آسمان ته په یوه خندا
تندرشومه بیادرقیبانوپه سرپریوتم
اوس چې دې باڼه راسره هرڅه کوي ښه کوي
زه راتلم راتلم دقاتلانوپه درپریوتم
ستادضدغرورماتول ټوقه نه وه ګرانه وه
ځکه دې بې هوشه دراتلوپه خبرپریوتم
ته شوې پسرلی زه دګلونودشیبوباران
ته زماپه زړه زه ستادزلفوپه غرپریوتم

14.09.2009
- جابراحمدمخلص
دپښتوژبې دپیدایښت اوودې بهیراوپړاوونه/دویمه برخه
د((ریګویدا))لرغونې سندرې چې دلسوقبیلوجګړې ته نغوته کوي،هلته(پکهت)یا(پښت)کلمه په سرکې ده اودادپښتون قام دڅلورنیم زره کاله وړاندې یاددی،چې ویداآریایي سندروموږته رارسولی دی اوترورکوسندروورسته دالومړنۍ آریایي سندرې دي چې له شمال نه دآریایانوترلیږدووروسته داوسني افغانستان په جنوب یاداوسنۍ پښتونخواپه سیموکې ویلي شوي اودپښتونخوادمستوسیندونو،غرونواوخیلونونومونه لري،بړیساسا=ب...
14.09.2009
- جابراحمدمخلص
دین یې هم راته اسلام راکړی
که دزمان زولنې ماتې کړمه
دپیغوردنیاته شاواړوم
دزړګي رازنه مې پرده پورته کړم
څه...