دپښتوژبې دپیدایښت اوودې بهیراوپړاوونه/دویمه برخه
د((ریګویدا))لرغونې سندرې چې دلسوقبیلوجګړې ته نغوته کوي،هلته(پکهت)یا(پښت)کلمه په سرکې ده اودادپښتون قام دڅلورنیم زره کاله وړاندې یاددی،چې ویداآریایي سندروموږته رارسولی دی اوترورکوسندروورسته دالومړنۍ آریایي سندرې دي چې له شمال نه دآریایانوترلیږدووروسته داوسني افغانستان په جنوب یاداوسنۍ پښتونخواپه سیموکې ویلي شوي اودپښتونخوادمستوسیندونو،غرونواوخیلونونومونه لري،بړیساسا=بړیڅ،اپاریتي=اپریدي،وردیکا=وردګ،اسپزي=یوسفزي اونورپښتني خیلونه دهمدې وخت په سندرواواثاروکې یادشوي دي.
هو!څلورنیم زره کاله وړاندې چې په بلخ کې آریایان وپنځیدل،کروندې اوورشوګانې ورته تنګې شوې;نولیږدپیل شو،یوه برخه همهلته دبلخ په ورشوګانوکې پاتې شول،نورترهندوکش راواوښتل،یوشمیریې دهندپه لورمهاجرت وکړاودهندي آریایانوتپې یې جوړې کړې،بله برخه پاریس ته ولاړل اودایراني آریایانوتیږه یې کیښوده،پښتانه یوه برخه په بلخ کې پاتې شول اونوریې چې ترهندوکش راواوښتل دهندوکش په جنوب کې یې اوسۍ(پښتونخوا)یا(روه)جوړکړاوهمدلته وپنځیدل.
پاڼبي داباسین په غاړوهستیدلې ،پښتون ژبپوه چې ترمیلادڅلورکاله وړاندې دپښتونخوادمردان په وړوکي لاهورکې وزیږیده اوترمیلاد350کاله وړاندې دسنګرټ ګرامرد(اښت اډیالي)یااته ویناوې په نامه ولیکه،هلته یې د((کپیشه))او((بلهیکه))ترمنځ د((روهیته ګیري))یعنې((دروه غر))یادکړی چې همداافغانستان ،روه پښتونخوایادپښتنوداستوګنې ځمکه ترې مرادده.
په همدي ترتیب دروه نوم هم د((لوهه))په بڼه تردې مخکې دهندوانوپه مقدس کتاب((مهابهارت))کې ترمیلاد1200کاله وړاندې هم راغلي دي،چې داسلامي دورې مؤرخ محمدقاسم فرشته د((روه))اوږدوالی له سوات،باجوړترسیوۍ اوپلنوالی یې له حسن ابدال ترکندهاره بللی دی.
د((ګرشپ))په وخت کې چې تاریخي پښتون پلار((غرغښت))لرغونی شکل دی-سپین تمان=زردښت دلارښودۍ غږپورته کوي خلک ښې مننې ښې وینې اوښې کړنې (پندارنیک،بیټنی،ګفتارنیک،نیک کردار)ته رابولي اوهمداوخت دپښتون عنعوي کورنۍ((غرغښت،بیټنی اوسړبن))ژوندکوي چې تاریخ یې له میلادنه یونیم زراوله نن نه درې نیم زره کاله وړاندې زمانوته رسیږي.
دپښتوکلمې داوخت ډیرې عامې شوې وې اوله میندوخویندوژبوسره یې ډیرمشترکات اودګډوریښودرلودونکی لغات درلودل هندته تللوآریایانودخلکوطبقې جوړې کې اونومونه یې برهمنان،کشتري،ویسیه اوشوډرپرې کښیښودل،چې له ګډوریښوڅخه جوړشوي وواوبرهمنان یې بریمانان اولارښودي وو،کشتري یې کښ توري=توري کښونکي اوویسیه یې دویساوړبزګران اوکروندګروو اودهندځایې خلک یې شوډر=سوډریعنې ناشولته اوناپوه خلک وبلل،چې لاتراوسه دسوډرکلمه په پښتو کې دناشولته اوناپوه په معنی ژوندۍ کلمه ده اوخلک یې په ورځنوخبروکې وایي.
ترمیلادوړاندې له 522تر486کال پورې دپارس ټولواکمن داریوش-چې له آریانه ترمصره پورې یې واکمني درلوده،په بهستان یابیستون کې میخې ډبرلیکونه کښلي چې پکې دنوروژبوترڅنګ دپښتوګڼې منظومې هم راغلي چې یوه یې داده.
نی اریکه آهم=نه یې اړیکې وم
نی دروجنه آهم=نه یې دروه جن وم
نی زورکره آهم=نه یې زورکړونی وم
نی ادم نی می توما=نه زه نه مې تومنه یاتوکم
اوپاری ارشتام اوپری اهم=دریښتیاله پاره اوپری یم
نوربیا.......................