دادب بڼه اوګاڼه:
په یوه ادبي کلام اوشعرکې دوه ډوله ښکلیتوب وینو،چې یودادب په معنوي اوحقیقي پیکراوصورت کې ځای لري بل یې په لباس اوزیورکې دادوه جماله باید یوله بله وپیژندل شي اوهریودخپل قیمت په لحاظ اهمیت ولري.ځینې اشخاص ښایي،چې یوازې په رنګینوالفاظواودکلام په اقساموباندې لوبې کول ادب وبولي.مګردادب بنادمعنوي اساس په لحاظ په نوروشیانوولاړه ده،چې عواطف اواحساسات ،خیال اوتمثیل یې بولي پخوانیوادباوواودادب مبصرینواومنقدینودادب لپاره څه احکام اواصول مقررکړي دي،چې کلمات اودکلماتوترکیب له هغومقرراتوسره سم اوکلام هم ددوی دموضوعه اصولوپه قراردبیان وبدیع په زیوراوګاڼه ښایسته شي.په دې کې هیڅ شک نشته ،چې داشیان دکلام په محاسنوکې تاثیرلري اوڅوک چې په ادب باندې بحث کوي اوادبي خصایص بیانوي ضروربه په دغوادبي اصولواواحکاموهم بحث کوي،مګرحقیقي ادب داوسنیوپوهانوپه نظرکې بل شی دی اوڅه چې پخوانیوورته په ډیره اعتنااومقصودي نظرکتل دوی ورته داداتواوادواتوپه نظرګوري.
اوس خلک دادب ذاتیاتواوذاتي خصایصوته ډیراهمیت ورکوي اوپخوادادب حلیه اوګاڼه ډیره ترنظرلاندې وه.که څوک داوسني اوپخواني ادب فرق داسلوب په صنعت اومتانت باندې کوي،داتوپیرصحیح نه دی ځکه چې دواړوکې صنعت اومتانت پیداکولای شو.ددي دووډولوادب صحیح فرق دادی،چې هغه څه چې په پخواني ادب کې غایه وه اوس واسطه ګڼل کیږي.یانې هغه لفظي اومعنوي صنایع ،چې په قدیم ادب کې دغایې په حیث لیدل کیدل اوس دواسطې حیث لري اوپه ادب کې نسبت پخواته دکایناتواوحیات خفایااودقایق په وسیع اواصلي نظرکتل کیږي.څه ادبي فنون ادبي مسایل ،چې په بیان وبدیع اومعاني کې ورڅخه بحث کیږي هغه ټول دفصاحت وبلاغت ترعنوان لاندې راځي اوهمدغه دوه شیه اصلي اواساسي بلل کیږي.